د ټاپي پروژې د ونډو د وېش تړون لاسلیک شو

د ټاپي پروژې د ونډو د وېش تړون لاسلیک شو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ټاپي پروژې د ونډو د وېش تړون لاسلیک شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د روانې اونۍ د شنبې په روځ د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې د ټاپي پروژې د شریکو هېوادونو په ۲۳مه غونډه کې د دې پروژې د ونډو د وېش تړون لاسلیک شوی.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دې تړون له مخې به ترکمنستان ۸۵ فیصده او پاتې نور هېوادونو افغانستان، پاکستان او هند پنځه پنځه فیصده ونډه ترلاسه کړي.

((د دې تړون له مخې د ترکمنستان هېواد پنځه اتیا فیصده د پروژې سهم لرونکی او پاتې نور هېوادونه هر یو به پنځه پنځه فیصده د پروژې سهم لرونکي وي چې په دې سره ټولو هېوادونو موافقه وکړه.))

د ټاپي پروژې لومړنی تفاهم لیک په۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو لاسلیک کړ.

د تړون له مخې به د ګازو د انتقال لپاره څه باندې ۱۷۳۵ کېلو مټره پایپ لاین له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کیږي.

دغه پایپ لاین یا نل لیکه په افغانستان کې له فراه، هرات، کندهار او هلمند څخه تیریږي او بیا د پاکستان د کوټې له لارې هند ته رسیږي چې شاه خوا لس میلیارده ډالره لګښت پرې راځي.

د دې پروژې طرح په ۱۹۹۰یمه کلیزه کې راپورته شوه؛ خو په بېلابېلو دلایلو په تېره بیا د افغانستان نا امنۍ د دې پروژې مخ ته خنډونه جوړ کړي وو.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د ټاپي پروژې پلي کېدل به د سیمې له ثبات په ځانګړې توګه د افغانستان له امنیت سره مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو کتوونکی عبدالله واحدیار وايي؛ که عملاً د ټاپي پروژې کارونه پيل شي؛ د دې پروژې شریک هېوادونو د خپلو ګټو لپاره هم د پروژې امنیت ته پام کوي.

((د جګړې یو عوامل بېکاري ده؛ که د پایپ لاین کارونه پیل شي، ډېرو کسانو ته کار پيدا کیږي. طبعیي ده، کله چې خلکو ته کار پيدا شي، نو دوی د دولت له مخالفت څخه لاس اخلي چې دا کار له امنیت سره مستقیه مرسته کوي.))

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزار د چارواکو په وینا؛ د ټاپي پروژې د ګاز د پايپلاين تر ټولو اوږده برخه له افغانستانه تيريږي او د دې پايپلاين د جوړولو په ترځ کې يوازې په افغانستانن کې تر ۵۰ زره زياتو کسانو ته کار پيدا کيږي.

د دوی په وینا، د دې پايپلاين د فعالېدو وروسته به افغانستان له کاله سلګونه میلیونه ډالر د ټرانزيټ د ماليې له لارې تر لاسه کوي.

که څه تازه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې ویلي چې د له افغانستانه د ټاپي پروژې تېردونکي پایپلاین امنیت لپاره بشپړ چمتوالی لري.

Author

خروج از نسخه موبایل