د سعودي سترې محکمې د ”شیعه مخالف ملا اعدامول تایید کړل”

د سعودي سترې محکمې د ”شیعه مخالف ملا اعدامول تایید کړل”

شیخ نمر د ۲۰۱۲ کال په جولای کې د هغو لاریونونو له تاییدولو وروسته ونیول شو، چې په ۲۰۱۱ کې د سعودي په ختیځ او شیعه مېشته القطیف سیمه کې شوي وو.

په سعودي عربستان کې سترې محکمې د شیعه مخالف ملا نمر النمر د اعدامولو پرېکړه تایید کړې ده. نوموړی په ۲۰۱۱ کال سعودي عربستان کې د حکومت ضد مظاهرو یو مخکښ و.

په ریاض کې د جزايي محکمې قاضیانو وړاندې پر النمر وروسته تر هغه د اعدام حکم کړی و، چې نوموړی ”د ملي یووالي پرضد د فتنې او ګډوډۍ مخکښ تورن ګڼل شوی و”.

د النمر ورور محمد النمر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د سعودي سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د اعدام پرېکړې لغوه کول رد کړي وو.

د بشري حقونو ځینو ډلو اندېښنه ښوولې، چې النمر شاید له عادلانه محاکمې سره مخامخ نه شي.

د اعدام وروستۍ پرېکړه باید له تنیذ وړاندې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز هم تایید کړي.

فرانس پرېس خبري آژانس د محمد النمر له قوله ویلي: ”د استنیاف او سترې محکمې له خوا د شیخ نمر په حق کې د اعدام د پرېکړې له تاییدېدو وروسته، اوس د هغه ژوند د پاچا سلمان په لاس کې دی، چې حکم تاییدوي او که یې ځنډوي”.

نوموړي ویلي، د ورور اعدامېدل به یې ”داسې غبرګونونه راوپاروي، چې دوی خپله یې هم نه غواړي”.

د ایران خبري رسنیو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر حین امیر عبداللاهیان له قوله ویلي ”د نمر اعدامېدو معنا دا ده چې سعودي عربستان دا کار به ډېرې ناوړه پایلې ولري”.

النمر د بحرین حکومت مخالفو شیعه ګانو کې محبوبیت لري

شیخ نمر د ۲۰۱۲ کال په جولای کې د هغو لاریونونو له تاییدولو وروسته ونیول شو، چې په ۲۰۱۱ کې د سعودي په ختیځ او شیعه مېشته القطیف سیمه کې شوي وو.

شیعه ګان د سعودي عربستان د ټول ټال شاوخوا ۲۰ میلیون وګړو نژدې ۱۰ سلنه جوړوي.

   نمر شیخ نمر باقر النمر په سعودي عربستان کې یوه سیاسي، مذهبي، خو د حکومت مخالفه څېره ده.

   هغه په خپلو خطبو کې پر واکمن نظام نیوکې کړې او شیعه لږکیو ته یې د نورو حقونو غوښتنه کړې.

   ۵۵ کلن النمر د سعودي د ختیځ القطیف ولایت په العوامیه سیمه کې اوسېدلی، هلته یې درس ویلی او بیا ایران ته د مذهبي زده کړو لپاره تللی.

   پولیسو څو ځلې د سیاسي فعالیتونو په تړاو د پوښتنو ګروېږنو لپاره ورغوښتی دی.

   پر هغه د “فتنې خپرولو”، د “بهرنۍ مداخلې رابللو” تورونه دي.

   څو میاشتې مخکې پولیسو د نیولو پرمهال ډزې پرې وکړې چې د کورنیو چارو وزارت په وینا “له امنیتي کسانو یې د تېښتې هڅه کوله”.

   سعودي چارواکي النمر په قطیف کې القطیف له لویو “فتنه اچوونکو او مظاهرو جوړوونکو” څخه ګڼي، خو په ختیځ سیمه کې فعالان دغه لاریونونه “سوله ییز” بولي.

   النمر په بحرین کې هم د لاریونونو په ملاتړ تورنوي، چې سعودي هلته د لاریونونو د ځپلو لپاره پوځيان هم استولي.

Author

خروج از نسخه موبایل