سينا ټاپو چاودنو کې درې مصري سرتېري وژل شوي

سينا ټاپو چاودنو کې درې مصري سرتېري وژل شوي

له څه مودې راهيسې په سينا او شاوخوا سيمو کې د مصر پر امنيتي ځواکونو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی

د مصر شمال العريش ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د پوځ درې سرتېري وژل شوي دي.

په ياده شوې سيمه کې په تېرو دوو ورځو کې دا پر مصري ځواکونو دوهم بريد دی.

د جمعې په ورځ د پوليسو پر موټر بريد شوی و، چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي وو.

العريش د سينا شمال کې د اسراييلو او غزې سره نژدې پرته سيمه ده، چې وسله وال په کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.

ويل کېږي له اسلامي دولت ډلې سره تړلي وسله وال هم په دغه سيمه فعاليت لري.

د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي له واکه پرځېدو وروسته په دې ډول پېښو او بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

د مصر پوځ او پوليس وايي په تېرو څو ورځو کې يې د سينا په شمال کې د “ترهګرو” پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.

مصري ځواکونو د پنجشنبې په ورځ ويلي وو، چې د العريش، رفح او شيخ زويد کې يې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې “۲۰ ترهګر” وژلي او ۷۸ شکمن يې نيولي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل