روسیې له سوریې ټاکنو ته دځان چمتو کولو غوښتنه کړې ده
سرګي لاوروف د شنبې په ورځ د روسیې د دولتي تلویزون سره د سوریې په اړه خبرې وکړي. .
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې کرملین غواړي چې سوریه د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو لپاره ځان تیار کړي.
سرګي لاوروف په سوریې کې د امریکا په پالیسۍ باندې هم انتقاد وکړ. هغه د غربي هیوادونو تورونه رد کړل چې وايي روسیه په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو ترڅنګ په هغو مخالفو وسله والو هم بریدونه کوي چې غربیان یې ملاتړ کوي.
لاوروف وویل چې د روسیې هوايي ځواکونه، که چیري ورته معلوم وي چې د آزادې سوریې د پوځ کسان چیري دي، نو دوی به ورسره مرسته وکړي.
د آزادې سوریې د پوځ سره، چې د بشارالاسد په خلاف جنګیږي، غربي هیوادونه مرسته کوي.
د لاوروف د خبرو په ځواب کې، د آزادې سوریې د پوځ وسله والو ویلي دي چې روسیې باید اول په دوی هوايي بریدونه بند کړي بیا د مذاکراتو په برخې کې مرسته وکړي.
وسله والو مخالفینو د روسیې دا نظر هم رد کړ چې وايي په سوریې کې دې انتخابات وشي. دوی شک لري چې دغه ستراتیژي په قدرت کې د بشارالاسد د ساتلو لپاره ده.
روسیې مخکې هم ویلي وو چې په سوریې کې باید انتخابات وشي خو د لاوروف دغه تبصره د سیاسي حللارې په اړه ډیره مشخصه وه.
لاوروف د روسیې دولتي تلویزیون ته په مرکې کې وویل: «خارجي قوتونه نه شي کولای چې د سوریې لپاره تصمیم ونیسي. موږ باید چې دوی مجبوره کړو چې د خپل هیواد لپاره یو پلان جوړ کړي چې د ټولو مذاهبو، قومونو او سیاسي ډلو منافع پکښې خوندي وي.»
لاوروف زیاته کړه چې د سوریې خلګ «باید چې ځانونه پارلماني او د ولسمشرۍ انتخاباتو ته اماده کړي.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې لاوروف پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ته هم ټلیفون وکړ او د هغه سره یې د سوریې د حکومت او مخالفینو ترمنځ د مذاکراتو د تنظیمولو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د خبرو تایید کړی دی.