جنوبي کوريا د شمالي کوريا پر يوې کښتۍ ډزې کړې

جنوبي کوريا د شمالي کوريا پر يوې کښتۍ ډزې کړې

د شمالي کوريا کښتۍ په عادي ورځنۍ ګزمه بوخته وه، چې ډزې پرې شوې دي

د جنوبي کوريا د تر ټولو ستر خبري اژانس يانهپ راپورونه وايي د دغه هېواد سمندري ځواکونو د شمالي کوريا پر هغې کښتۍ ډزې کړې چې د دوی اوبو ته ننوتې وه.

وروسته له هغې چې د جنوبی کوريا سمندري ځواکونه پوه شول د شمالي کوريا بېړۍ د دوی اوبو ته داخله شوې، پنځه مرمۍ يې پرې وتوغولې.

شمالي کوريا په ژيړ سمندر کې د اوبو د پولو پر سر له جنوبي کوريا سره لانجه لري او تر دې وړاندې هم څو ځله د شمالي کوريا بېړۍ دغې سيمې ته ورغلې دي.

پيونګيانګ دغه ډزې (خورا پاروونکې) بللې دي.

د شمالي کوريا رسمي خبري اژانس وايي کښتۍ په عادي ورځنۍ ګزمه بوخته وه، چې ډزې پرې شوې دي.

د تېر کال په فبروۍ مياشت کې هم څو ځله د دغو سمندري پولو سرغړونه شوې ده.

په تېر اکتوبر کې د يون پيانګ ټاپو کې د دواړو هېوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ د لنډ وخت لپاره هم ډزې شوې وې.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې دواړه هېوادونه د هغو کورنيو د بېرته يو ځای کېدو دويم پړاو ترسره کوي چې د ۱۹۵۰-۵۳ پورې د کورياګانو جګړې له امله جلا شوي وو.

دا په تېرو پنځو کلونو کې دويم ځل دی چې د بېلو شويو کورياګانو وګړي سره بېرته يو ځای کېږي.

Author

خروج از نسخه موبایل