یو لوی اسماني کاڼی په لاره ده

یو لوی اسماني کاڼی په لاره ده

دغه اسماني کاڼی د (۲۰۱۵ ز کال  ۱۴۵TB ) له لویو پېژندل شویو اسماني کاڼو څخه دی، چې تر ۲۰۲۷ ز کال پورې به د ځمکې له څنګ نه تېر شي.

د اکټوبر په ۳۱ نېټه به دغه کاڼی د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ د واقع شوي واټن شاوخوا ۱،۳ برابرو په اندازه د ځمکې له څنک څخه تېریږي.

 دغه اسماني کاڼي د تلسکوپ په وسیله په اسانۍ سره د لیدلو وړ دی، چې د نړۍ پر وخت له غرمې وروسته یوه بجه او ۱۴ د قیقې او د کابل پر وخت ماښام پر ۴۷ د قیقو د ځمکې نږدې واټن رارسي.

اسماني کاڼي د مریخ سیارې او د مشتري د لمر په منځي واټن کې چورلي. هغه اسماني کاڼي، چې ځمکې ته نږدې واټن کې واقع وي د NEO په نوم یادیږي او دغه کاڼي انسانانو ته جدي ګواښ کڼل کیږي. او تر اوسه پورې زیات شمېر یې له ځمکې سره ټکر کړی دی.

په ۲۰۱۳ ز کال کې د دغو اسماني کاڼو څخه یو کاڼي د روسیې په چلیابینسک ښار پر سر په اسمان کې چاوندنه وکړه، چې له ۱۰۰۰ زیات انسانان یې ټپیان کړل.

په تېرو وختونو کې ځمکه د اسماني او لکۍ لرونکو کاڼو له خوا په پرلپسې ډول بمبارېدله او ۶۵ میلیونه کلونه مخکې دغه اسماني کاڼي د دې لامل شوي وو،چې د ځمکې پر مخ عظیم الجثه موجودات یعنې دایناسورونه یې له منځه یوړل او تي لرونکو حیواناتو ته زمېنه برابره شوه.

ټول اسماني کاڼي دا ډول نېکمرغي نه رامنځته کوي، بلګې د انساني ناورین زېږنده وي.

نن سبا په ښارونو کې د نفوس زیاتوالی او د هسکو ښيښه يي ودانیو موجودیت یو وړوکی اسماني کاڼی هم لوی ګواښ او بشري ناورین رامنځته کولی شي.

ناسا وايي، چې د ۲۰۱۵ ۱۴۵ TB اسماني کاڼی به تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې د ځمکې له څنګ څخه تېر شي.

دغه تر ټولو لوی اسمانی کاڼی دی، چې تر ۲۰۲۷ ز کال پورې د ځمکې له څنګ څخه تېریږي.

په هغه وخت کې به یو بل سیارک یا اسماني کاڼی د ۱۹۹۹ ۱۰ AN په نوم د ځمکې له څنګ څخه تېر شي.

سره له دې، چې اسماني کاڼي ډېره کمه رڼا کوي، لیدل یې ګران دي خو بیا هم د ۲۰۱۵ ۱۴۵ TB اسماني کاڼی څو اونۍ مخکې د پن اسټار تلسکوپ (افقي سروې کوونکي او چټک غبرګون سیستم تلسکوپ) په وسیله کشف شو.

دغه تلسکوپ د هاوايي جزیرو په هسکه څوکه کې ځای پر ځای شوی دی، چې ځمکې ته په نژدې واټن کې د واقع شویو اسماني کاڼو د موندلو او تعقیبولو توان لري.

په زره پورې داده، چې د هالوون په شپه به دغه کاڼي د ځمکې له څنګ نه تېري شي.

د هالوون شپه د امریکایانو یو سنتي مناسبتونو څخه ده، چې د ارواوو د جشنوارې شپه ده، که چېرې څو پېړۍ مخکې دغه کاڼی لیدل شوی وی، او پر همدې شپې د ځمکې له څنګ نه تېر شوی وی، نو بې له شکه انسانانو دا د ځمکې له پاره یو اسماني افت ګڼلو او پر ځمکه به د ناورین په تمه وو.

دغه اسماني کاڼی له ځمکې ۴۹۹ زره کیلومتره په واټن کې یا د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ د واقع شوي واټن شاوخوا ۱،۳ برابرو په اندازه د ځمکې له څنک څخه تېریږي. دغه کاڼی موږ انسانانو ته خطر نه لري؛ که یو کس د سپوږمۍ په سطحه کې وی، له سپوږمۍ څخه په ۲۸۰ زره کیلومتره واټن کې به په اسانۍ سره د یو چټک تلونکي ستوري په ډول لیدلی شي.

د ځمکې له څنګ څخه د تېرېدو پر وخت کې د دغه کاڼي د رڼا کچه ډېره کمه ده او له وسایلو پر ته نه لیدل کیږي، خو که له ښارونو د باندې د کاڼي د تلو مسیر معلوم شي بیا به د کم رڼا لرونکي چټک ستوري په توګه به ولیدل شي. دغه کاڼی په یوه ساعت کې ۱۲۶ زره کیلو متره مزل کوي او په اصطلاح له ځمکې څخه د ځغلنده نظر په اچولو سره تېریږي.

لومړنۍ محاسبې ښيي، چې د ۲۰۱۵ TB145 اسماني کاڼی شاوخوا ۴۷۰ متره قطر لري او هر ستوری پېژندونکی کولای شي د ۸ اینچه تلسکوپ په وسیله یې وویني. په ۲۰۱۳ ز کال کې د روسیې په چلیابینسک په ښار کې د لویدلي کاڼي په پرتله ۲۸ ځله لوی دی.

یو ځل بیا موږ نیکمرغه شو او دغه اسماني کاڼی د ځمکې له ځنګه تېریږي او له ځمکې سره ټکر نه کوي. که چېرې دغه کاڼي د خپل مزل په اوږدو کې د ځمکې له یوې برخې سره ټکر کولی د دې له پاره چې ۲ یا ۳ اونۍ وړاندې د تلسکوپ په وسیله کشف شوی دی د دفاع له پاره یې موږ کافي وخت نه درلود.

که چېرې ځمکه په راتلونکي کې د دا ډول اسماني کاڼي له ګواښ سره مخه شي، مجبور یو، چې د ځمکې سره تر ټکر وړاندې یې په توغندي وولو.

بیا هم ماتې شوې برخې به یې د ځمکې په چارچاپېره کې واقع شي او احتمال لري، چې دغه ټوټې بیا له ځمکې سره ټکر وکړي.

ناسا او نور فضايي اژانسونه ځمکې ته نږدي اسماني کاڼي په سم ډول پېژندلي دي او د حرکت لوری یې په کره ډول محاسبه کړي دي. که په ناببره توګه یو تیاره اسماني کاڼی ځمکې ته په نژدې واټن کې وپېژندل شي او موږ سره یې د نابودولو له پاره کافي وخت نه وي، روسیې چلیابینسک ښار په څېر پېښه تکرارېدلی شي.

د چلیا بینسک ښار پېښې موږ ته راوښوده ، چې ځمکې ته په نږدې واټن کې ټول اسماني کاڼي (NEO)  باید په ښه ډول وپېژندل شي او د حرکت لوری یې په کره ډول محاسبه شي.

Author

خروج از نسخه موبایل