پر عراق بريد جنګي جرم و
ټوني بلير: پر عراق بريد جنګي جرم و د بريټانيا پخواني صدراعظم ټوني بلير دولس كاله وروسته په يو اعتراف كې ويلي چې پر عراق بريد يوه تېروتنه وه او دى يې جنګي جرم ګڼي.
ټوني بلير پر عراق د نړيوالو پوځونو له بريد ۱۲ كاله وروسته پرون دا خبرې له يو امريكايي ټلويزيون سره په مركه كې كړي.
بلير ويلي، دى د امريكا د جمهور رئيس جورج بوش په ملګرتيا پښېمانه دى ځكه په عراق كې د صدام حسين د راپرځولو په خاطر درنې تېروتنې شوي او غلط استخباراتي معلومات وو چې دې بريد ته يې لاره اواره كړه.
بلير ويلي، د عراق جګړه كه نه واى اوس به داعش ډله نه وه، ځكه نو په دې جګړه كې دى پخپله هم ځان ګرم بولي.