عاشورا د خپلواکۍ او آزادۍ بيلگه ده

عاشورا د خپلواکۍ او آزادۍ بيلگه ده او حضرت امام حسين رض د بي عدالتي پر وړاندې لاس په پاڅون پورې کړ. ولسمشر په کابل کي د عاشورا په مراسمو کي له دي سره ويلي د حضرت حسين تگلاره د اوسني افغانستان اړتيا ده

ولسمشرمحمد اشرف غني عاشورا هغه ژغورونکی ښونځۍ وښود چې نمانځل یې له خپلواکۍ او آزادۍ څخه نمانځنه ده. ولسمشر ویلي امام حسین رض د زور ویلو او جحاف پر وړاندې قیام کړی. دوی ویلي: له دې سره چې امام حسین په اسلامي نړۍ اړوند دی خو ددوی د انقلاب او خپلواکۍ پیام ټوله نړۍ را نغاړي هغه انقلاب چې موخه یې ټولنیز عدالت او برابرښت وه.

ښاغلي غني ویلي: دا په زړه پورې ده چې نړۍ د امام حسین رض د حقانیت پیامونه له یو زر څلور سوه کاله وروسته درک کړي. ښآغلي غني له دې سره ویلي: د امام حسین اصول له څوارلسو سوو کلونو راهیسې لارښونه ده او د افغانستان جهاد هم د ډیریو نورو نهضتونو په څیر له دې قیامه زدکړې تر لاسه کړې دي. ولسمشر د امام حسین له انقلاب څخه د زدکړود تر لاسه کولو له ټینګار سره ویلي: د افغانستان حکومت او دولت د عاشورا ارزښتونو او اصولوپلي کولو ته ځآن ژمن بولي.دوی ویلي د حضرت امام حسین تګلاره د اوسنۍ افغانستان اړتیا ده.

Author

خروج از نسخه موبایل