عاشورا د اسلام په تاريخ کي د عطف يو ټکی دي

عاشورا د اسلام په تاريخ کي د عطف يو ټکی دي چي مونږ د خپلواکۍ يوالي او ورور گلوی په لور بيايي اجرايي ريس له دي سره ويلي افغان ولس له ټولو چلوټو سره د عاشورا څخه د زدکرو په تر لاسه کولو کي بريالي وو او خپل يوالي يي ساتلي دي

عاشورا پر باطل د حق بریا، د دین او عقیدې په لاره کې سر ښندنه ده. سرور او د شهیدانو سالار حضرت امام حسین له خپلو لږو خو با ایمانه یارانو سره د یزید د بې عدالتی او ظلم پر وړاندې را پاځیدل اود کربلا سیمه یې د اسلام په تاریخ کې یوه ویاړلې سیمه وګرځوله دا هغه سیمه ده چې پکې د خدای مینانو په خپله مینه کې سر ورکړ. اجرایی ریس عبدالله عبدالله خاتم النبییین ص علمیه حوزې په مراسمو کې د ګډون پر مهال له دې سره ویلي: عاشورا ددې لامل شوه ترڅو مونږ یو ځل بیا خپلو دیني او اسلامي ارزښتونو ته متوجه کړي.

ددوی په وینا: عاشورا د ماڼۍ میشتو پر وړاندې د عدالت غوښتنې ایمان او مینې له امله قیام وو. دوی عاشورا په اسلامي نړۍ کې د عطف ټکی ښودلی دی.

عبدالله عبدالله زیاته کړه: د افغانستان مسلمان ولس له عاشورا څخه د زدکړو په تر لاسه کولو کې مخکښ وو او د دښمنانو له ټولو چلوټو سره یو لاس او یو موټۍ پاتې شوی دی.

عبدالله ویلي: حکومت خلکو ته ډآډ ورکوي چې د حق په لاره کې به مبارزه کوي او له اسلامي او دیني ارزښتونو څخه د دفاع لپاره به ژمن وي. دوی زیاه کړې: ترهغې چې عاشورا او حسین ابن علي پاځون د خلکو لپاره یوه بیلګه وي ددې ښونځې پر زدکړو به عمل کیږي او مسلمانانو به تل د ناخوالو او بې عدالتیو پر وړاندې بریالي وي.

Author

خروج از نسخه موبایل