د حسيني عاشورا مراسم نن د هيواد په بيلابيلو برخو کي په ښه توگه تر سره شول

د حسيني عاشورا مراسم نن د هيواد په بيلابيلو برخو کي په ښه توگه تر سره شول په دي مراسمو کي د ځوانانو او تنکيو خوانانو گډون د پام وړ وو د مراسمو گډونوالو عاشورا د مسلمانانو ترمنځ د يوالي او ورور گلوی نښه وښوده او د پرديو کلتوري يرغلگرو په هکله يي انديښنه څرگنده کړي ده

د کابل ټوله سیمه نن د عاشورا مراسمو د تر سره کولو نښه وه. د ښار په بیلا بیلو سیمو کې په دې مراسمو کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو ګډون د پام وړ وو. له ولایاتو هم د رارسیدلو ریپوټونو له مخې ډيریو خلکو ددې ډول مراسمو په تر سره کولو سره د عاشورا له ورځې نمانځنه کړې ده او د ولایاتو چارواکیو هم په پراخه توګه په دې مراسمو کې ګډون کړی دی.

د غونډو ګډنوالو عاشورا د هیوادوالو ترمنځ د یوالې او ورور ګلوی نښه ښ،دلې او ددې زدکړو پر پلې کولو یې ټینګار کړی دی. دوی د امام حسین د قیام فلسفې ته په نغوتې سره په اوسني وخت کې یې د مسلمانانو پر یوالي ټینګار کړی او په افغاني ټولنه کې یې د منکراتو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې ده. له دې سره دوی په اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې کلتوري یرغل او چلوتې د دښمن د اصلي وسلې په توګه یادونه کړې او ددې ښکارندې پر وړاندې یې د ټولو افغانانو پر مبارزې ټینګار کړی دی

له بل لوري د هیوادوالو د امنیت خوندي کول د پاملرنې برخه وه، امینتي ځواکونو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ویرجنو لپاره ډاډمنه فضا او امنیت رامنځ ته کړی وو. افغانانو د هیواد له امینتي ځواکونو مننه کړې او ددوی زیار ته یې د قدر په سترګه کتلي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل