دعاشورا مراسم نن په پلازمينه کابل او نورو ولايتونو کي په بشپړ امنيت سره تر سره شول

دعاشورا مراسم نن په پلازمينه کابل او نورو ولايتونو کي په بشپړ امنيت سره تر سره شول

کابل ښاريانو د عاشورا امنيت په ټينگښت سره له افغان امنيتي ځواکونو مننه   او ددوي د سرښندنونو ستاينه يي کړې ده

په هيواد کي ويرجنو شاريانو ويلي: نه یواځې نن بلکې په تیره لسیزه کې د عاشورا د مراسمو برمهال افغان امینتي ځواکونه په خپلو دندن کې بریالي وو او په ویښتیا سره یې خپله دنده تر سره کړې ده او ددې مراسمو د تر سره کولو لپاره یې په ښه توګه لاره هواره کړې ترڅو ویرجن وکولای شي په ډاډ منه فضا کې خپل مراسم تر سره کړي

دوی وایي: افغان امینتي ځواکونو په ډيریو سیاسي او مذهبي مراسمو د امینت په خوندي کولو کې دا په ډاګه کړې چې د هیواد او هیوادوالو د دفاع وړتیا لري. له نورو ولایتونو څخه هم د رارسیدلو ریپوټونو له مخې په ټولو هیوادونو کې دا مراسم په ډاډمنه فضا کې تر سره شوي او ددې مراسمو ګډونوالو له دې پرته چې د امینت په هکله اندیښنه ولري په دې مراسمو کې ګډون کړی دی

Author

خروج از نسخه موبایل