په عراق کي حاکم ايتلاف له روسيي د داعش پر وړاندې په مبارزه کي د مرستي غوښتنه کړې ده

په عراق کي حاکم ايتلاف له روسيي د داعش پر وړاندې په مبارزه کي د مرستي غوښتنه کړې ده

دوی د عراق له دولت څخه غوښتي ترڅو له روسيي په رسمي توگه د داعش پر وړاندي په مبارزه کي د مرستي غوښتنه وکړي

د داعش وسله والې ډلې تیر کال د عراق ډيری سیمې نیولې دي او دډې سیمو د بیرته نیولو لپاره د عراقي پوځ او ولسي ځواکونو عملیاتو تر ډیره ګټه نه ده رسولې. په همدي توګه د عراق پارلمان د ایتلافي ډلې چې په دې دولت کې ډیر واک لري د حیدر عبادي حکومت یې هڅولی ترڅو د داعش پر وړاندې په مبارزه کې له روسیې د مرستې غوښتنه وکړي. دوی په سوریه کې د روسیې بریدونه ګټور ښودلي او له حیدر عبادي څخه یې غوښتي ترڅو په رسمي ډول له روسیې د مرستې غوښتنه وکړي.

” د ویلي د څیړنو له مخې په سوریه کې د روسیې هوایي بریدونه ګټور وو نو له دې مخې که چیرې حکومت له روسیې د ملاتړ غوښتنه وکړي مونږ به یې ملاتړي وو. ملي ایتلاف یوه ناسته تر سره کړې او ټولو غړیو دا ویل که چیرې ډاکټر عبادي د مرستې غوښتنه وکړي دوی ترې ملاتړ وکړي.”

دا وړاندېز په داسې حال کې دی چې امریکا په عراق کې د روسیې له لاسوهنې سره مخالفت لري. د امریکا په مشری ایتلاف له تیر کال راهیسې د داعش پر وړاندې د عراق په خاوره کې بریدونه پیل کړي خو د دې ډلې له ځپلو سره یېي هیڅ ډول مرسته نه ده کړې او څه مودده وړاندې داعش د النبار ولایت مرکز هم نیولی دی.

دوه ورځې وړاندې د امریکا پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي په عراق کې د روسیې ځواکونو د رول په هکله له عراقي چارواکیو سره لیدلي دي. جنرال جوزف دنفورد له دې لیدنې وروسته ویلي عراقي مشرانو ده ته ډاډ ورکړی چې دداعش پر وړاندې په مبارزه کې به له روسیې مرسته نغواړي.

Author

خروج از نسخه موبایل