طالبان په افغانستان کې نه شي بریالي کېدی

طالبان په افغانستان کې نه شي بریالي کېدی

د افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر وايي، له وړاندې افغانستان کې د جګړې حالت ته چمتو وو، نو ځکه یې له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ.

له بي بي سي پښتو ټلويزيون سره په ځانګړو خبرو کې ښاغلي اتمر وويل له طالبانو او هم له پاکستان دواړو سره يې د سولې خبرو بهير پيل کړی و، خو تر اوسه يې په کې په وينا ښه نيت نه دی ليدلی.

ده وويل داعش هم پاکستان کې پټنځايونه لري او د طالبانو په اړه یې وویل چې د کندوز جګړې دا په ډاګه کړه چې طالبان په افغانستان کې د بریا هېڅ فرصت نه لري.

د کندوز جګړه

د افغانستان د ولسمشر امنیتي سلاکار حنیف اتمر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کندوز ولایت ولې د افغان حکومت له لاسه وواته وویل:

“د افغانستان ولسمشر یو بې طرفه او با صلاحیته هیئت ټاکلی چې له هر اړخه د کندوز مسئله وګوري او پر ټولو عواملو یې غور وکړي. موږ ورته ډېر دلایل لرو یو لوی لامل یې دا دی چې په کندوز کې له پخوا ډېرې ستونزې وې، هم یې سیمه اییزې او هم یې نظامي ستونزې لرلې. دا ستونزې په تېر یوه کال کې نه وې را زېږېدلې بلکې له پخوا هلته موجودې وې”.

ښاغلي اتمر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د دغو ستونزو د حل لپاره حکومت څه نه و کړي وویل چې د دغو ستونزو لپاره د یو چټک حل موندل اسانه نه دی او ډېر وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان شمالي ولایت کندوز څو اونۍ وړاندې د وسلوالو طالبانو لاس ته ولوېد.

د افغانستان شمالي ولایت کندوز څو اونۍ وړاندې د وسلوالو طالبانو لاس ته ولوېد.

افغان حکومت یې ژر بېرته د نیولو عملیات پیل کړل او ګڼ شمېر پوځیان یې کندوز ولایت ته واستول.

د مخالفو وسلوالو او افغان ځواکونو تر منځ تر ډېرو ورځو جګړه روانه وه او له امله یې ګڼ شمېر کندوزیان له دغه ښاره ووتل او د افغانستان نورو ولایتونو ته کډه شول.

خو آیا د کندوز ولایت د سقوط مخه نیول کېدای شوای؟

Author

خروج از نسخه موبایل