د سپين بولدک ډله ييز بريد د ٤ ځانمرګو او يوه پوليس په وژل کېدو پاى ته ورسېد

د سپين بولدک ډله ييز بريد د ٤ ځانمرګو او يوه پوليس په وژل کېدو پاى ته ورسېد

د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو ډله ييز بريد پاى ته رسېدلى چې په ترځ کې یې ٤ تنه ځانمرګي او يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وويل، نن ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې يو تن ځانمرګى بريد کوونکى چې پر موټر سايکل سپور و، خپل ځان يې د سپين بولدک ولسوالۍ د سرحدي پوليس د کمېسارۍ له دروازې سره ځان ته چاودنه ورکړه.

هغه زياته کړه، له چاودنې وروسته درې نور بريد کوونکي چې وسلې او چاودېدونکي توکي ورسره وو، ودانۍ ته ننوتل او له پوليسو سره په جګړه کې ښکېل شول.

دى وايي، د شاوخوا دوه ساعته جګړې وروسته درې واړه ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي او بريد پاى ته رسېدلى دى.

د ده په خبره، په دغه بريد کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت منلى دى.

د يادې شوې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وويل چې د سرحدي پوليسو کمېسارۍ ته څو تنه ځانمرګي بريد کوونکي ننوتلي او د جګړې په پايله کې يې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل