امام حسين(رض) له يزيد سره بيعت نشو کولای

امام حسين(رض) له يزيد سره بيعت نشو کولای ځکه چي په دي سره به يي د فسق او فجور تصديق کړی وو، د ظلم او طغيان ستني به ټينگي شوی وی

نو له دي مخي تول اسلامي مذهبونه ددي پاڅون پلويتوب کوي او د محرم او عاشورا څخه نمانخنه کوي

لبناني اهل سنت دیني عالم شیخ عبدالله علایلي، د حضرت امام حسین رض د پاڅون په هکله لیکلي: «د هغې ورځې د تولو مسلمانو روڼډ آندانو لپاره دا روښانه شوې وه چې د یزید کرنو او وړتیا ته په کتو سره دی نشي کولي داسلامي ټولنې مشري وکړي. هغه مهال د هیڅ مسلمان لپاره چوپتیا جایزه نه وه او ددوی دنده په ډاګه مخالفت وه»

په مصر کې د اهل سنت پیژندل شوي دیني عالم توفیق ابوعلم، د حضرت امام حسین د پاڅون او عاشورا په هکله ویلي: امام حسین رض د کربلا په لور تګ غوره کړ ترڅو په یوه پاڅون لاس پورې کړي او په دې سره به له یزید سره بیعت هم ونکړي.

د مصر اهل سنت ديني عالم خالد محمد خالد د امام حسین پاڅون یواځې د اسلام د ژغورنې په موخه ښودلی لیلکي یې دي: «امام حسین رض د دین د ساتلو لپاره له ځانه په تیریدنې لاس پورې کړ نو له دې مخې مسلمانان هم باید ددوی پاڅون ته درنښت ولري»

نو له دې مخې ټول اسلامي مذهبونه د عاشورا په ورځو کې د ویر په ټغر ناست وي او ددې مراسمو په تر سره کولو کې ګډون کوي

د میړانې اووړتیا هیڅ ډول داسې نښه نه ده لیدل شوې چې کومه چې امام حسین پر ځای پریښې ده نو له دې مخې د حضرت امام حسین خوځښت ټول مسلمانان د دوی ترمنځ دیوالې او ورور ګلوی بیلګه بولي.

دا د اهل سنت د مذهبې سمندر څخه یواځې څو څاڅکي دي چې په افغانستان کې یې د محرم په میاشت کې دا ډول مراسم د خپلو شیعه وروڼو سره په ګډه تر سره کړي او د حضرت نبي کریم ص د لمسې په ویر یې اوښکې تویې کړې ځکه چې د اسلامي امت په آند د امام حسین رض پاځون د اسلام په تاریخ کې ساری نلري.

مصر پیژندل شوي لیکوال او ادیب عباس محمد العقاد په دې هکله لیکلي: «د حسین پاڅون په تاریخ کې بیسیاری دی چې تر اوسه یې نه په دیني او نهم په سیاسي نهضتونو کې لیدل شوی»

یوه بل مصری لیکوال عبدالرحمن شرقاوی هم لیکلي: «حضرت حسین د دین او د خپلواکی د لارې شهید دی. یواځې شیعه ګان باید پر امام حسین ونه ویاړي باید دنړي ټول آزادي غوښتونکي باید په دې شریف نوم افتخار وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل