کندوز روغتون ته د امریکايي ځواکونو زغروال ګاډی په زور ننوتی

کندوز روغتون ته د امریکايي ځواکونو زغروال ګاډی په زور ننوتی ‘

مریکا ویلي، کندوز کې به د پولې ډاکټرانو بمبار شوی روغتون بېرته رغوي

د امریکا دفاع وزارت منلې، چې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو د بمبار شوي روغتون له وره سره تېره اونۍ د امریکايي ځواکونو یو زغره وال ګاډی په لوی لاس جنګول شوی او دننه ور ننویستل شوی و.

پر دغه روغتون د اکتوبر پر درېمه د کندوز د جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو لخوا هوايي بمبارې شوې وه، چې دوه ویشت کسان پکې وژل شوي وو.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، د دوی ځواکونو په تېره پنجشنبه د پلټنې په موخه خپل ګاډی دغه روغتون ته ورننویستی، خو دا ورته مالومه نه وه، چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې کارکوونکي په روغتون کې موجود وو.

رپوټونه وايي، دا پېښه له هغې هوکړې سرغړونه ده، چې پکې ویل شوي، که امریکایان دغه روغتون ته ورځي، باید د دې پېښې پلټونکو ته له وړاندې خبر ورکړي.

بې پولې ډاکټرانو تور پورې کړی، چې په زور دغه روغتون ته د ورتګ پر مهال امریکایانو د یاد شوي هوايي برید په تړاو ځینې شوني شواهد له منځه وړي او د دوی کارکوونکي یې خواشیني کړي دي.

د اکتوبر په ۱۳ پر دې روغتون د امریکا په هوایی برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او لسګونه ټپيان شول

د امریکا دفاع وزارت پنټاګان له دې مخکې ویلي و، په کندوز کې به هغو کورنیو ته تاوان ورکوي چې غړي یې پر روغتون د امریکا په هوایی بمبارۍ کې وژل شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل