وسله والو طالبانو د هرات پر غوریان ولسوالۍ بريد کړی

وسله والو طالبانو د هرات پر غوریان ولسوالۍ بريد کړی

د غوريان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې اوسمهال د غوريان د پولیسو قومندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو له لوري کلابند دي.

په هرات ولایت کې امنيتي چارواکي وايي، چې نن سه شنبه د مازدیګر شاوخوا ۵ بجې وسله والو طالبانو په ډله ییز ډول د هرات غوريان ولسوالۍ د پولیسو پر قومندانۍ او د دغې ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ.

د هرات د پولیسو قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي وویل، چې تر اوسه د جنګ وضعيت د افغان امنيتي ځواکونو په ګټه دی او نور تازه دمي سرتېري هم دغه ولسوالۍ ته د جګړې په موخه استول شوي دي.

داسې ويل کيږي، چې د اميرک په نوم د طالبانو د یو قومندان له لوري دغه جګړه رهبري کيږي.

د غوريان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې اوسمهال د غوريان د پولیسو قومندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو له لوري کلابند دي.

هغوی وايي، چې که هلته ژر تر ژره تازه دمي او کمکي سرتېري ونه رسيږي، نو ډېر ژر به دغه ولسوالي هم سقوط وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د شيندند پر ولسوالۍ هم برید کړی و.

د هرات د والي ویاند احسان الله حیات ته وویل، چې وسله وال طالبان د افغان امنيتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري او دوی بريدونه په خلکو کې د ويرې اچولو په موخه دي.

په همدې حال کې د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي بیا ویلي وو، چې يواځې د ولسوالۍ بازار د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې دی او نورې ټولې سيمې د طالبانو په ولکه کې دي.

سله والو طالبانو وروسته له ۱۴ کلونو د لومړي ځل له پاره وکولی شول، چې شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د لومړي ځل له پاره د کندوز ولایت ونیسي.

داسې هم ویل کيږي، چې د کندوز ولایت له سقوط وروسته د طالبانو جنګي روحيه پياوړې شوه او پر تخار، کندوز، لوګر، بدخشان او غزني ولايتونو يې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

Author

خروج از نسخه موبایل