حماس د اسرايلو پر وړاندې د فلسطينيانو د قيام غوښتنه کړې ده

د اسرايلو له لوري د فلسطين په نيول شويو سيمو کي د صهيونيستي رژيم د تيريو په لړ کي حماس د اسرايلو پر وړاندې د فلسطينيانو د قيام غوښتنه کړې ده

د حماس ډلې مشرانو د غزې په تړانګه کې له ټولو فلسطینیانو وغوښتل ترڅو په بیت المقدس کې د اسرایلي رژیم پر وړاندې قیام یا پاڅون وکړي. په دې وروستیو کې په بیت المقدس کې د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ شخړې ډیرې شوې چې تر اوسه یې له امله له څلویښتو ډیر فلسطینیان او یو شمیر اسرایلیان وژل شوي دي. فلسطینیان وایي اسرایل غواړي چې د مسلمانانو لوی مذهبې مکان په الاقصی جومات کې بدلونونه رامنځ ته کړي او حماس اعلان کړی چې د الاقصی له انتفاضیې څخه ملاتړ کوي او له تولو فلسطنیانو یې غوښتي ترڅو په بیت المقدس کې لاس په پاڅون پورې کړي

” مونږ سوګند یادوو ترهغې چې د بیت المقدس انتفاضیه   لوریځه تړانګه او ټول فلسطین خپلواکي نه وي تر لاسه کړې په ځان مال وینې او تول ژوند سره د بیت المقدس له انتفاضیې څخه ملاتړ کوو مونږ ټول وروڼه او خویندې باید د په دې پاڅون کې ګډون وکړو.”

Author

خروج از نسخه موبایل