برېتانیا د چین د ولسمشر تود هر کلی وکړ

برېتانیا د چین د ولسمشر تود هر کلی وکړ

د برېتانیا حکومت وايي له چین سره یې اړیکې مهمې او په ګټه دي.

نن (سې شنبه اکتوبر ۲۰) برېتانیا ته د چین ولسمشر شي جېن پېنګ خپله رسمي دوره پیل کړه.

د برېتانیا ملکه الزبېت دوهمه او لومړی وزیر ډیوېډ کامرون د نوموړي هر کلي ته ورغلې وو.

د برېتانیا حکومت وايي له چین سره یې اړیکې مهمې او په ګټه دي.

ښاغلی شي له خپلې مېرمن سره یو ځای د برېتانیا بکېنګهم ماڼۍ ته راغلل چې ټاکل شوې نن (اکتوبر ۲۰) د ورځې په پای کې ورته حکومتي مېلمستیا وشي.

د چین د ولسمشر شي جېن پېنګ ښه راغلاست ته د برېتانیا ملکه، مېړه یې او د برېتانیا لومړی وزیر ډیوېډ کامرون ورغلي وو.

نوموړي ته د توپونو سلامي وشوه او لیدو ته یې د حکومتي چارواکو تر څنګ سلګونه برېتانیا مېشتي چینایان هم ورغلي و.

ښاغلی شي جېن پېنګ د برېتانیا له ملکې سره یو ځای بکېنګهم ماڼۍ ته راغی او هلته یې غرمنۍ وکړه.

د چین ولسمشر د برېتانیا له لومړي وزیر ډیوېډ کامرون سره هم ولیدل

د برېتانیا حکومت هیله لري چې د چین له ولسمشر سره به د هغه د څلور ورځنۍ دورې پر مهال د نژدې ۵۰ مېلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي.

د چین د ولسمشر اوسنی سفر په برېتانیا کې سیاسي او اقتصادي شنونکي د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله اقتصادي اړیکو په برخه کې اړین بولي.

په مرکزي لندن کې ځای ځای د چین او برېتانیا بیرغونه سره یو ځای لګول شوي.

په لومړۍ ورځ به نوموړی په وېسټمنېسټر کې د پارلمان غړو ته وینا وکړي.

د برېتانیا له لومړي وزیر ډیوېډ کامرون سره به رسمي خبرې اترې وکړي.

مخالف کارګر ګوند له مشر جېرېمي کاربېن سره به وګوري.

د برېتانیا حکومت له لوري به په رسمي مېلمستیا کې ګډون وکړي.

پر برېتانیا فشار دی چې د شي جېن پېنګ د دورې پر مهال د بشري حقونو په برخه کې د چین حکومت د چلند خبره یاده شي، خو د ډاونېنګ سټريټ یوې ویاندې وویل چې په دې برخه کې خبرې اترې نه ردوي.

نوموړې وویل چې په نړیوال بازار کې د چین له لورې د اوسپنې د کمو بیو ټاکل به د خبرو اترو برخه وي.

ښاغلي شي جېن پېنګ د خپلې دورې په لومړۍ ورځ د برېتانیا د حکومت مخالف کارګر ګوند له مشر جېرېمي کاربېن سره هم وګوري.

د برېتانیا حکومت هیله لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې دننه چين د دوی دویم لوی اقتصادي ملګری شي.

Author

خروج از نسخه موبایل