د بشر حقونو په بیت المقدس کې د اسرایلو له لوري پر فلسطینیانو د بندیزونو پر لګولو نیوکه کړې

د بشر حقونو بنسټونو په بیت المقدس کې د اسرایلو له لوري پر فلسطینیانو د بندیزونو پر لګولو نیوکه کړې او دا کړنه یې حتی د اسرایلو د قوانینو پر خلاف ښودلې ده. اسرایلو ویلي دا ګام یې پر اسرایلیانو د فلسطینیانو دبرید د مخنوي په موخه پورته کړی دی خو فلسطینیان بیا دا د اسرایلو د نیواک ګری دوام بولي.

” وضعیت کړکیچن دی او مونږ پوهیږو چې پولیس د امنیت د تینګښت دنده لري خو باید ددوی دنده د قانون له مخې وي خو پولیسو چې کوم کار کړی له قانون سره په ټکر کې دی په ټول بیت المقدس کې پر درې سوه پنځوسو زرو کسانو د بندیز لګول دد قانون پر خلاف دي.”

” هر څه چې را پیښیږي د نیواک ګری دوام دی که نیواک ګري نه وی دا پیښې به نه وی رامنځ ته شوې زدکونکي محصلین کارکونکي او ناروغان له ډيریو ستونزو سره لاس او ګریوان دي نن سهار دوی روغتون ته د یوې میرمنې له تګه مخنیوی وکړ او مړه شوه دا ټول د نیواک ګری دوام دی.”

د فلسطین به نیول شویو سیمو کې نارامیو نړیوال غبرګونونه را پارولي دي ملګرو ملتونو له دواړو خواوو غوښتي ترڅو له صبر او حوصلې کار واخلي او د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ډير ژر به د اسرایلي او فلسطینیانو د مشرانو ترمنځ د خبرو د پیلولو په موخه سیمې ته سفر وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل