د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون دې ړنګ شي
ښاغلی نور وایي، ددغه کمیسیون غړي په ټولنه کې د روانې جګړې په پیلولو سره د خپلو ګوندي موخو او شخصي ګټو په لټه کې دي او د ټاکنیز نظام د ښه والي په برخه کې یې هېچ بنسټیز کار نه دی کړی:
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ولسمشر اشرف غني غوښتي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون کار دې ودروي او کارکوونکي یې دې خپلو پخوانیو اصلي دندو ته واستوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور نن دوشنبه ‘تله ۲۷مه /اکتوبر ۱۹مه’ په یوې خبري ناستې کې وويل، د اصلاحاتو دغه کمیسیون له خپلې ورکړل شوې اصلي دندې پښې هاخوا اېښې دي.
ښاغلی نور وایي، ددغه کمیسیون غړي په ټولنه کې د روانې جګړې په پیلولو سره د خپلو ګوندي موخو او شخصي ګټو په لټه کې دي او د ټاکنیز نظام د ښه والي په برخه کې یې هېچ بنسټیز کار نه دی کړی:
”تاسې خبر یاست چې له پیله د اصلاحاتو کمیسیون مشر او مرستیال یې د فرمان خلاف څرګندونې کړې دي. ددوی دنده دا وه، چې ولسمشر ته طرح او وړاندیز وکړي، او د تېرو ټاکنو ستونزو ته په کتو سره دوی یوه طرح جوړه کړې وای، خو دوی پر شکلیاتو کار وکړ، او په رسنیو کې یې یوازې پر دې ټینګار کاوه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د شکایتونو د اورېدو کمیسیون غړي بدل شي.”
د ټاکنیز سمون ځانګړي کمیسیون په خپل وروستي وړاندیز کې د ملي یووالي له حکومته غوښتي وو چې د ولسي جرګې یو پر دریمه څوکۍ ګوندونو ته وړکړلې شي، خو دغه وړاندیز د هېواد په سیاسي ډګړ کې د ګوندونو د رول په اړه ډېر بحثونه راوپارول.
د دغه وړاندیز عملي کېدل په ټاکنیز نظام کې یوه نه لیږدیدونکې رايه، مختلطې رایې ته بدلون مومي، چي په پایله کې یې د جرګې له ۲۴۹ څوکیو ۸۳ د تناسبي سیستم له لارې سیاسي ګوندونو ته او پاتې نورې يې د اوسني نظام له لارې خپلواکو کسانو ته ځانګړې کېږي.
Image caption د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون مشر شاه سلطان عاکفي وايي په افغانستان کې شاوخوا دیارلس میلیونه وګړي رایه ورکوي، خو تر شل میلیونو ډېر کارتونه ویشل شوي دي.
د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې، د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د خپل کار لومړنی پړاو پای ته ورساوه او خپله لومړنۍ طرحه یې د ملي یووالي حکومت اجراییوي رییس ته وړاندې کړه.
د دغې طرحې یوه برخه په ټاکنیز نظام کې د بدلون راوستل دي.
په دغې طرحې کې یوولس وړاندیزونه شوي دي چې یو یې هم د رای ورکولو اوسنیو کارتونو باطل اعلانول دي.