د ایران د توغندیو ښارګوټۍ 500 ترځمکې لاندې

د ایران د توغندیو ښارګوټۍ ۵۰۰ ترځمکې لاندې

د ایران تلویزیون د لومړي ځل لپاره د هغه ښارګوټي انڅورونه خپاره کړل کوم چې په سپاه پاسدارانو اړوند دی او د ځمکې لاندې په پنځه سوه کیلو مترۍ کې شتون لري.

ددې ریپوټ له مخې د سپاره پاسدارانو د ځواکونو د لومړي ځل لپاره له دې ښارګوټې د انځور اخستلو اجازه ورکړې ده د وسلو د هغه ساتنځای څخه چې د ځمکې تل په پنځه سوه کیلو مترۍ کې شتون لري او پچکې د بالسټیک ډوله توغندیو په څیر ډول ډول توغندي پکې ساتل کیږي. دا انځورونه د لومړي ځل پاره د ایران په صدا او سیما کې خپاره شول او پّ دې پیچ او پیچ تونلونو کې په سلګونه توغندي ساتل کیږي.

سردار حاجي زاده له دې ساتنځای څخه د لیدنې پر مهال اعلان وکړ چې د لري واټن ویشتونکو توغندیو نوی نسل به د تیرو توغندیو پر ځای رامنځ ته شي. ده ویلي: زمونږ د توغندیو ساتنځای چې د ځمکې په پنځه سوه مترۍ کې شتون لري او د دوشمن لپاره د مبارزې په برخه کې ښه وسیله ده دوی وایې هغه کسان چې د ایران په هکله د میز پر سر دوسیې لري باید د سپاره پاسدارانو د ځمکې لاندې د وسلو ساتنځای ته هم پاملرنه وکړي.

له دې سره حاجي زاده زیاته کړې: که چیرې د دښمنانو له لوري کوم ګواښ ولیدل شي نو دا توغندي به پر هغه سیمه اور بل کړي چې د دښمن د له منځه تلو لامل به شي.

له دې سره ده ویلي د ایران په نورو سیمو کې هم پرمختللې وسلې لري او ډیر لږ داسې ښارونه شتون لري چې د سپاه پاسدارن پکې ساتنځای ونلري. ده ویلي لکه څرنګه چې اعلان وشو د وسلو دا ساتنځایونه په هر ښار کې د ځمکې په پنځه سوه مترۍ کې شتون لري.

Author

خروج از نسخه موبایل