جاپان د اقتصاد ښه والي لپاره ښځې کاري ځواک ته جلبوي
د جاپان لومړی وزير له يو څه وخته په دې هڅه کې دی چې د خپل اقتصاد د غوړاوي لپاره لا ډېرې ښځې کاري ځواک ته په ورتلو وهڅوي.
دا تګلاره نژدې له يو نيم کال راهيسې پلې کېږي. خو هېڅ شرکت د ښځو پرمختګ په موخه د حکومت سبسټي ته غوښتنليک نه دی وړاندې کړی، ان د جاپاني ښځو تر منځ په دې اړه نظرونه سره وېشلي دي.