ترکيې له داعش سره ډلې سره تړلي ۵۰ شکمن کسان نيولي

ترکيې له داعش سره ډلې سره تړلي ۵۰ شکمن کسان نيولي

د ځايي رسنيو په وينا، ټول نيول شوي کسان بهرنيان دی

د ترکیې پوليس وايي نن يکشبنې ( ۱۸ اکتوبر) يې اسبانبول کې له اسلامي دولت ډلې سره تړلي ۵۰ شکمن کسان نيولي دي.

د ځايي رسنيو په وينا، ټول نيول شوي کسان بهرنيان دی او غوښتل يې د سوريي او عراق هغو سيمو ته چې جنګ په کې روان دي سفر وکړي.

په راپور کې د نيول شويو کسانو د هېوادو نومونه نه دي ښودل شوي.

د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو انقره کې د تېرې اوونۍ بمي چاودنو کې “اسلامي دولت” ډله پړه بللې وه. په دغو بمي بريدونو کې له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي وو.

له بريدونو وروسته د ترکیې لومړي وزير احمد داود اوغلو په ترکيه کې درې ورځنی ملي وير اعلان کړی و.

ترکيې په دې بريد کې د وو تنو ځانمرګو بريدګرو نومونه هم تاييد کړي وو چې د دوی په وينا انقره کې يې دغه دوه بمي بريدونه ترسره کړي وو.

ترکي چارواکو وايي “د يونس عمر الاغوز او عمر دوندار په نامه کسانو له اسلامي دولت ډلې سره تړاو درلود.”

Author

خروج از نسخه موبایل