د فارياب غورماچ ولسوالي د حکومت له ولکې وتلې
راپورونه وايي وسلوالو طالبانو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې دغه ولسوالي کلابنده کړې وه
د افغانستان په شمال کې د فارياب د ولايتي شورا غړی رحمت الله ترکستانی وايي د دغه ولایت د غورماچ ولسوالي وسلوالو طالبانو نيولې ده.
دی وايي غورماچ له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د وسلوالو مخالفينو تر کلابندۍ لاندې وه او تېره شپه يوولس بجې (شنبه، اکتوبر ۱۷) د وسلوالو لاس ته پرېوته.
وسلوالو طالبانو پر ټوېټر پاڼه خپاره کړي خبر کې ويلي د غورماچ ولسوالۍ يې په بشپړ ډول نيولې ده.
د فارياب يوه امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي هم د غورماچ د سقوط خبر تاييد کړ، وايي چې جګړه اوس هم د ولسوالۍ په شاوخوا کې روانه ده.
دی وايي تېره شپه د غورماچ په لويديځه برخه کې يوه پوسته د طالبانو له لوري ونيول شوه او د وسلوالو دې پرمختګ لار هواره کړه چې د ولسوالۍ مرکز سقوط وکړي او بازار د وسلوالو لاس ته کېوزي.
د فارياب د ولايتي شورا غړی رحمت الله ترکستانی ادعا کوي چې طالبانو د ولسوالۍ ټولو دفترونو ته اور اچولی، خو لا په خپلواک ډول دغه راپورونه نه دي تاييد شوي.
دی وايي په ولسوالۍ کې مېشتو امنيتي ځواکونو د افغانستان د پوځ يوه نژدې مرکز ته پناه وروړې ده.
دی وايي وسلوالو مخالفينو پر دغه پوځي مرکز هم بريد کړی او په خبره يې که کومکي ځواکونه ور و نه رسېږي، ښايي دا مرکز هم د وسلوالو لاسونو ته کېوزي.
ښاغلی ترکستانی د دغې ولسوالۍ د سقوط لامل دغلته د ډېرو لږو ځواکونو مېشتېدا بولي، وايي ځينو پوليسو له تېرو څلورو مياشتو راهيسې حقوق هم نه دي اخيستي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تر اوسه د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ويلي.
د فارياب غورماچ ولسوالي د فارياب او بادغيس ترمنځ پرته ده، چې د افغانستان حلقوي سړک هم له همدغې ولسوالۍ تېرېږي.