درې فلسطينيان د اسراييلي پوليسو په ډزو وژل شوي

درې فلسطينيان د اسراييلي پوليسو په ډزو وژل شوي

له څه مودې راهيسي د فلسطينيانو او اسراييلو تر منځ تاوتريخوالي کې زياتوالی راغلی دی

د اسراييلو امنيتي ځواکونو نن شنبې(۱۷ اکتوبر) په بېلابېلو پېښو کې د دريو فلسطينيانو د وژلو خبر ورکړی. ویل کېږي په وژل شويو کسانو کې يوه مېرمن هم شامله ده.

د اسراييلي ځواکونو په وينا د الخليل ښار کې يې يو ځوان فلسطيني په ډزو وژل شوی، دغه ځوان غوښتل پر يوه اسراييلي د چاقو بريد وکړي.

د بيت المقدس ختيځ کې دې ته ورته يوه بله پېښه کې يو فلسطيني کس چې غوښتل يې پر يوه اسراييلي پوليس د چاقو بريد وکړي، امنيتي ځواکونو په ډزو وژلی دی.

د شمېرو له مخې په وروستيو څو اوونيو کې دې ته ورته پېښو کې له ۴۰ زيات فلسطينیان او ۷ اسراييليان وژل شوي دي.

ويل کېږي روانه مياشت نژدې هره ورځ فلسطينيانو پر اسراييلو د چاقو بريدونه کړي دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ (۱۶ اکتوبر) د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د شخړو پر سر وېره ښودلې او له دواړو غاړو يې غوښتي چې د خبرو له لارې دې د تاوتريخوالي اور ته لمن نه وهي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د ټليفوني خبرو له لارې د اسراييلو او فلسطين له مشرانو د ارامۍ غوښتنه کړې ده.

همدارنګ د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د شخړو په تړاو به د امريکا يو لوړ پوړی پوځي چارواکی جنرال جوزف دانفورډ په نژدې راتلونکي کې اسراييلو ته سفر وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل