په وردگو لايت کي د وسله والو له لوري دري مساپر ليږدونکي موتر غلا شوي

په وردگو لايت کي د وسله والو له لوري دري مساپر ليږدونکي موتر غلا شوي دي د وردگو ولايت مسولين وايي د وسله والو او امينتي سرتيرو ترمنځ نښته هم رامنځ ته شوي چي له امله يي دوه کسان وژل شوي او نهه تنه نور تپيان دي

په دي وروستيو کي د کابل کندهار لويه لاره ناامنه شوي هغه مساپرين چي په دي لاره تگ راتگ کوي له مونز سره په تلفوني اريکه کي وايي چي تر اوسه په دي لاره ناامني شتون لري.

له دې سره د وردګو والی ویاند له مونږ سره په خبرو کې ویلي چې اوس مهال په دې لاره کوم ګواښ شتون نلري او یواځې د یوه پله د الوځولو له امله لوی موټر په دې لاره تګ راتګ نشي کولای. عطاالله خوګیاڼي ویلي: د لارې د پرانستلو هڅه روانه او ډیر ژر به دا لاره د لویو موټرو پر مخ هم پرانستل شي.

بله خوا د وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې خپر پاڼه کې ویل شوي وسله والو طالبانو په ډې لاره مساپر لیږدونکي موتر درولې له دوی څخه دوه درې سوه درې او یو کورولا ډوله موتر له ځان سره بیولي دي د خبر پاڼې له مخې دا ټول موټر د ملکي کسانو اړوند وو.

دا پیښه تیره ورځ د سلطانخیلو او شش ګاو پّ سمیه کې چې د سید آباد ولسوالی اړوند دي رامنځ ته شوې

د وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خپر پاڼې له مخې د موټر ددې غلا پر مهال وسله والو طالبانو ډزې کړې چې له امله یي دوه ملکیان وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي له دې سره په دې نښته کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي دی.

Author

خروج از نسخه موبایل