تحلیل (څیړنه): د ایران د مجلس له لوري دهوکړې تصویب

تحلیل (څیړنه): د ایران د مجلس له لوري دهوکړې تصویب

د ایران ولسي جرګې یا مجلس تیره اونۍ په یوه لنډه ناسته کې چې شل دقیقې یې دوام درلود د یوسل یو شپیته مثبتو نهه پنځوس مخالفو او دیارلسو ممتنع رایو سره د اټومي پلان په هکله له پنځه جمع یو ډلې سره هوکړه تصویب کړه. په دې سره د تیرې اونۍ د چهار شنبه په ورځ هم د ایران اساسي قانون د ساتونکې شورا له لوري ومنل شوه.

دا د ایران په ولسي جرګه کې آسانه کار نه وو بلکې دې پلان یا هوکړې ډيری مخالفین هم درلودل. د ایران ولسي جرګې ته په کراتو دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د ایران اټومي آژآنس مشر علي اکبر صالحي ورغوښتل شوی دی او له دوی سره یې جدي خبرې کړي دي. د ایران ولسي جرګه په دوه برخو موافقو او مخالفنو باندي ویشل شوې ده. ددې طرحې مخالفینو ځانته دلایل درلودل او له امریکا سره یې دا هوکړه د ایران د ملي ګتو پر خلاف ښودلې ده.

له دې هوکړې سره مخالفینو ویلي: دا سمه ده چې د اټومي پلان په هکله هوکړه ایران ته ډیری لارې پرانیزي خو دا هوکړه به د ایران پر اټومي پلان او حتی پر بوځي مرکزونو د څارنې کچه لوړه کړي. د مخالفینو په آند ایران د تیرو سختیو او پر دوی د بندیزونو له امله دومره پرمختګ کړی دی.

دوی په دې آند دي چې قدرت هیڅکله د ګواښ په ډول نه بدلیږي خو که چیرې ډير ځواک په توګه مدیریت شي په نړیواله کچه کې به د ایران ځای ځایګی هم لوړ شي.

ددوی په وینا که چیرې څارونکو ته له اټومي بټیو د څارنګې اجازه ورکړل شي دا په دې مانا وي چې د ایران د پوځي مرکزونوپه هکله عربي او نورو هیوادونو ته جاسوسي کیږي. دوی یو بل دلیل هم درلود دوی وایي دې هوکړې ته باید تر ډیره خوښ ونه وسو ځکه چې د امریکا د دوه زره پنځه کال په سند کې ایران اوس هم یو ګواښ بلل کیږي او د ایران په هکله د امریکا ټول پلانونه له چلوټو ډک وي. دوی وایي ددې تړون له لاسلیک وروسته امریکا په صادقانه دول عمل نه دی کړی او په همدي روانه اونۍ کې یې خپلو هغه ملګرو هیوادوو ته چې غواړي په ایران کې پانګونه وکړي وویل: چې تر ډیره خوش بینه پاتي نشي بلکې هر ګام د په احتیاط سره پورته کوي.

د ایران اټومي پلان په هکله مخالفین په دې آند دي چې امریکا له ایران سره په داسې حال کې چې د ورځې په تیریدو سره د پرمختګ په حال کې دی له خبرو پرته بله لاره نه ده درلودلې خو په دې وروستیو کې یې وکولای شول ترڅو ایران خبرو ته اړ کړي. دوی وایی له امریکا سره د خبرو تر سره کول د دواړو خواوو د بریا په توګه یاده شوې او ددې خبرو تر سره کیدل د یو شمیر امتیازاتو په ورکړې سره شونې دي او د امتیازاتو دا ورکړه په راتلونکې کې د ایران قدرت او ځواک ته زیان رسولی شي او ایران به اړ وي ترڅو له امریکا سره د هوکړې له مخې له خپلو یو شمیر کرښو تیر شي او له دې برخې لاس واخلي.

دوی وایي له دې تکتیک څخه د امریکا یو شمیر ملګري هیوادونه هم ګټه پورته کوي د اټومي پلان مخالفینو په دې آند دي چې ددې هوکړې یو بل زیان هم دا په ډاګه کړه چې دې هوکړې هم موافقین او هم مخالفین درلودل چې دا په ایران کې د دوه ډلو د ویشلو مانا ورکوي.

د شاغلی روحانی دولت پلاویان خو شاغلی روحانی وویل چی په دی خبرو اترو کی لویدیحو ته چی و کولای شی د دی هیواد پوحی قدرت ، امنیتی مرکز ، د توغندیو پرگرام له گواش سره مخ داسی کوم امتیاز نه دی ورکرل شوی د ایران دولت په دی اند دی چی د هسته یی هوکری پربنست نریوال غونده جوره شوی دی او د امریکا په وسیله د ایرانو پر وراندی ماتی خوریلی ده او امریکا نور د ایران پر وراند ی د بندیزونو توان د لاسه ورکوی

د ایران دولت له نظره که چیری د ایرن په جرگه کی هسته یی هوکره تصویب شوی ونه وای د مخالفینو بیا د دی هیواد پر وراندی هوکره کوله او متحده ایالت به د ایران پر وراندی د بریالیتوب یوه نوی پانه ترلاسه کری وایی د حس روحانی دولت ژمن دی که چیری دغه هوکره د ایران راتلونکی اقتصاد پرمختگ لپاره گتوره ده نو ولی په دغه کرنلاره په جرگه کی تصویب نشی او یا دا چی د دوهم حل لپاره لویدییح د ایرن پر وراند سره یو موتی شی روحانی تیره اونی اعلان کری وه چی تر راتلونکو دوو میاشت تول بندیزونه لر کیژی او ایران به د یو نوی اقتصادی پراو په لوری حرکت وکری

د ایران نظام د مخالفینو د داد لپاره هم یو پرواگرام لری د دی هیواد مشر ایت الله خامنه یی وار په وار اعلان کری دی چی دغه هوکره تر یوی کچی هسته یی موضوعات لری او په ایران کی د امریکا نفوذ ته اجازه نه ورکول کیژی د ایران رهبر په خپلو تازه حرگندونو کی په دی اره وویل چی له امریکا خبری اتری منع دی حکه چی ایران له امریکا سره ایدولوژیکی او ارزشی مخالفتونه لری نو حکه دغه دوه هیواد د یو حای کیدو ور نه دی

ایران تیره اونی هم یو نوی توغندی و ازمویه او په تیره اونی کی د لومر حل وه چی د دی توغندی حخه انحورونه خپاره شول او دوه هغه توغندی د توغولو لپاره چمتو دی انحور یی هم خپاره شول

د ایران انقلاب سپا پاسدرانو په عین وخت کی د دغو انحورونو په خپرولوسره اعلان وکر چی دغه توغندی د حمکی ۵۰۰ متری په تل کی جور شوی دی او د ایران په هر برخه کی د دغو توغندیو شار شتون لری سپاه وویل چی د ماهواری جاسوسی حخه هیح ویره نلری او دغه تول توغندی د توغولو لپاره چمتو ایشدل شوی دی دغه بنست ویلی چی په راتلونکی کابل به نوی او پرمختللی توغندی د دغو توغندیو پر حای و لگول شی او دغه پرواگرام هم روان دی

ایران د دی غو انحورونو په خپرولو سره دا وشوده چی د دی هیواد دفاعی پروگرام همدا شان دوام لری او یو حل یی بیا لویدیح په غوژ ووهل چی د دی هیواد دفاعی پروگرام او هر حه نور د هسته پوروگرامونه په هسته یی پروگرام شتون نلری او د کور د ننه مخالفینو ته یی هم د دغو توغندیو په ازمویولو او خبرو سره داد ورکر د ایران رهبر هم تل له امریکا سره په خبرو اترو کی سره کرشه باسلی ده او داسی لیدل کیژی چی د هسته یی په پروگرام کی د ایت الله دریح هم ددی هیواد په یوالی گتور تمام شو

Author

خروج از نسخه موبایل