سوریه کې روسۍ مداخله بشار الاسد ”نه شي ژغورلی”

سوریه کې روسۍ مداخله بشار الاسد ”نه شي ژغورلی”

هولاند  پاریس کې د روانې میاشتې په دویمه د سوریې د کړکېچ په ګډون پر ځینو موضوعاتو خبرې وکړې.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، په سوریه کې د روسیې پوځي مداخله بشار الاسد ”نه شي ژغورلی”. نوموړی وايي ”ښکاره ده چې بشار راتلونکی نه لري او موږ باید ژر تر ژره د واک په سیاسي لېږد لاس پورې کړو”.

د فرانسې ولسمشر دا څرګندونې د اروپايي ټولنې د مشرانو له سرمشریزې وروسته کړې، او وايي چې د لېږد بهیر کې باید د سوریې ”نوی ولسمشر” وټاکل شي.

فرانسه د نورو لوېدیځو هېوادونو او امریکا ترڅنګ، په سوریه کې د روسیې پر وروستیو هوايي بریدونو نیوکې کړې، چې وايي دغه هېوادونه د روسیې هدف دا دی چې د اسد پرضد د جنګېدونکو وسله والو ځایونه په نښه کړي.

مسکو په ښکاره د اسد ملاتړ کوي او په واک کې یې پاتې کېدل غواړي. خو ټینګار یې دا دی چې سوریه کې پوځي بریدونه د ”ترهګرو” پرضد وو.

خو هولانډ بیا پر دې باور دی چې د روسیې پوځي مداخله ”د سوري نظام پیاوړي کول دي، خو بشار الاسد به ونه شي ژغورلی”.

بریتانیا له واکه د اسد د ژر لیرې کېدو له دریځه په شا شوې ده، چې وايي د واک تر لېږد پورې اسد په واک کې پاتې کېدای شي.

روسیه وايي، جنګي الوتکې یې په سوریه کې ”اسلامي دولت” ډله په نښه کوي، نه د سوري نظام وسله وال مخالفان.

د سوریې ولسمشر وايي، په هېواد کې یې د روسیې مداخله د ایران او عراق په ګډون د څلورو غړو د ”ایتلاف” په چوکاټ کې شوې ده، چې هدف یې په منځني ختیځ کې د ترهګرو له منځه وړل دي.

نوموړي خبرداری ورکړی که چېرې دغه ایتلاف پخپله دنده کې پاتې راشي، نو ترهګر به ټولې سیمې ته یو لوی ګواښ وګرځي.

Author

خروج از نسخه موبایل