په سوريه کې دروسيي، امريکا، خليج اوايران دهيوادونو ترمنځ ګډ کار اړين وباله

اولاند په سوريه کې دروسيي، امريکا، خليج اوايران دهيوادونو ترمنځ ګډ کار اړين وباله

دفرانسي ولسمشر فرانسوا اولاند ويلي دي چې دسوريي د کړکيچ دهوارۍ دپاره لازمه ده چې روسيه ، امريکا متحده ايالات، د خليج هيوادونه اوايران په ګډه کار وکړي.

اولاند چې داروپايي اتحاديي دغونډې وروسته يي د ژورنالستانو سره خبري کولي وويل چې د عمومي غونډې مخکې د فرانسي، برتانيا، او المان ترمنځ د يولړ مسئلو ترڅنګ د سوريي پر حالاتو هم خبري وشوي چې په پائيله کې ددوی دخبرو اتروجزييات دعمومي غونډې په ګډه اعلاميه کې هم خای په ځای شول.

,« سیاسي بهير بايد ومنل سي اود اروپايي اتحاديي درې هېوادونه به په يو استقامت کار کوي. د هغو هيوادونو سره بايد تماس ټينګ شي چې په هغوي پورې تر ډيره حده ارتباط لري ، سيمه يز هېوادونه، د خليج هيوادونه او ايران، هيڅوک بايد له پامه ونه غورځول سي او ددې تر څنګ د تولو زبر ځواکونو سره ، زما موخه دروسيي او امريکا هېوادونه دي ».دامطلب دفرانسي ولسمشر څرګند کړ.

Author

خروج از نسخه موبایل