جان کري وایي، نړۍ د عقيدو احترام ته اړتيا لري

جان کري وایي، نړۍ د عقيدو احترام ته اړتيا لري

د امريکا له لوري دغه خپور شوی راپور په ۲۰۱۴ م زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې د انساني حقوقو د نقض په اړه برابر شوی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپل کلني خپور شوي راپور کې د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې د مذهب له نقضېدو خبر ورکوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې نړۍ کثرت ګرايۍ یا د عقېدو احترام ته ضرورت لري.

دغه راپور، چې تېره ورځ (چهارشنبه د اکټوبر۱۴مه) د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کري له خوا ارایه شو، په کې راغلي چې هر کال په ميليونونه، هندوان، مسحيان، مسلمانان او د نورو دينونو پېروانان د ویرې او ترهې له لاسه کډوالۍ ته مجبوريږي.

د امريکا له لوري دغه خپور شوی راپور په ۲۰۱۴ م زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې د انساني حقوقو د نقض په اړه برابر شوی.

جان کري زياته کړه، چې یو بل د منلو پرته به د نړۍ په هر ګوټ کې د انسانانو ترمنځ سوله ییز ژوند نا شونی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور د موندنو له مخې میانمار، برما، چین، اریتره، شمالي کوریا، سوډان، سعودي عربستان، ترکمنستان، اربکستان او ایران هغه هېوادونه دي، چې تر نورو هغو په کې د بشر حقونو په کې ډېر نقض شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د نړۍ د هغو هېوادونو اعلانوي، چې بشرحقونه په کې نقصېږي او له جدي ستونزو سره مخ وي.

جان کري همدارنګه د دغه راپور د وړاندې کولو پر وخت، د نړۍ د ترهګرو ډلو فهرست هم اعلان کړ او د اسلامي دولت پر ځای یې د داعش اصطلاح وکاروه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر القاعده، الشباب او بوکو حرام د قهرجنو او خشنو ترهګرو ډلو پر نامه یادې کړلې.

کري زیاته کړه، چې دغه ټولې ډلې د انسان وژنې پر ظلمونو اخته دي. د ده پر خبره، دغه ډلې بې له کوم دلیله بې ګناه انسان نیسي او وژني یې.

افغانستان هغه هېواد دی، چې د سیمې د هېوادونو له خوا د سیاسي او اقتصادي ګټو له خوا په کې ترهګرې ډلې، داعش او طالب پراخ فعالیت لري.

Author

خروج از نسخه موبایل