په ولسمشري ماڼۍ کي نن د ځمکي ملي ناسته په لاره اچول شوي وه

په ولسمشري ماڼۍ کي نن د ځمکي ملي ناسته په لاره اچول شوي وه   او ټاکل شوي د استملاک د قانون په هکله خبري وشي

په دي ناسته کي ولسمشر محمد اشرف غني ويلي په دي قانون کي چي هره ماده ور ديريزي بايد مالي امکانات يي هم په پام کي ونيول شي دوي ويلي د خمکي ستونزي د هواري لپاره جدي هود کري او د هغه کسانو پر وراندي به جدي گام پورته کرل شي کوم چي د دوي د خمکو د استملاک په بهانه د بنستيزو پروژو مخنيوي کوي

په دې ناسته کې ولسمشر وویل: د اراضی او اوبو عالی شورا د اروندو ادارو د همغزی او همکاری لپاره رامنخ ته شوی او ددولتی ادارو لویه ستونزه د همغزی نه شتون ده او دا اداری په بیلا بیلو لارو روانې دي. ولسمشر د قانون حاکمیت ته هم نغوته وکړه وویل: دثبات له مخی قانون پلی کیدای شی چی کولای شی تولنیزه هوساینه رامنخ ته کری

ولسمشر ویلي: باید داسی قوانین رامڼځ ته شي چې د بنسټیزو پروژو په لاره کې د خنډونو رامنځ ته کونکو ته اجازه ورنکړل شي ترځو ستونزې رامنځ ته کړي ښآغلي غني د استملاک نوي قانون ته په نغووتې سره وویل: د اراضی اداره او ملي شورا اړ ده ترڅو داسې مادو ته په دې قانون کې ځای ورکړل شي چې مالي امکانات یې په پام کې نیول شوی وي له دې سره دوی ویلي په دې قانون کې باید د ستونزې حل لاره په پام کې ونیول شي.

له دې سره ولسمشر ویلي د هغه کسانو پر وړاندې به جدي ګام پورته کړل شي کوم چې د خپلو ځمکو د استملاک په بهانه د بنستیزو پروژې د پلي کیدو مخنیوی کوي. دوی له سترې محکمې غوښتي ترڅو حکومت ته حق ورکړي ترڅو لویې پروژې ګروګانه نکړي.

ولسمشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل اوس مهال ځمکه پر ستونزې اوښتې او له ځمکې هیڅ ډول ګټه نه پورته کیږي دوی یو ځل بیا له بهره د درې سوه میلیاردو ډالرو په ارزښت واردات د شرم وړ وښودل وویل دا ستونزه هم د اوبو او ځمکې د مدیریت نشتون له کبله رامنځ ته شوې ده. ښآغلي غني د اوبو او ځمکې پر سم مدیریت ټینګار وکړ زیاته یې کړه: د اوبو او راضی عالی شورا به د اوبو او ځمکې په هکله تګلارې ته بدلون ورکړي او اوس مهال د هیواد نوي سلنه اوبه په دودیز ډول کارول کیږي او تر هغې چې څو د ځمکې د استملاک ستونزه نه وي هواره شوې د ځمکې او اوبو د ستونزې هواریدل هم شونې نه ښکاري. له دې سره ښآغلي غني په ملي پروژو کې د خلکو ونډه اړینه وښوده وویل که چیرې خلک مرسته او همکاري نکوي دولت اړ نه دی ترڅو د هیواد په هره برخه کې پروژه رامنځ ته کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل