د سوریی اپوزیسیون ته د پنتاګون پوځی مرستی شکونه راپاروی

د سوریی اپوزیسیون ته د پنتاګون پوځی مرستی شکونه راپاروی

وروسته له هغی چی د سوریی د اپوزیسیون د غړو ښوونیز پروګرام ماتی سره مخ شو، د پنتاګون پریکړه، چی ۵۰ ټنه پوځی مهمات یی اپوزیسیون ته ورکړل، باید شکونه راوپاروی. په دی هکله څرګندونی د « سپوتنیک » راډیو ته د امریکا د استخباراتو پخوانی همکار لاری جونسن کړی دی.

د دوشنبی په ورځ امریکا اعلان وکړ، چی ۵۰ ټنه پوځی مهمات یی اپوزیسیون ته چی د « اسلامی دولت » ډلی سره په جګړه کی دی، ورکړی دی. روسیی اندیښنه څرګنده کړی، چی ښایی دغه وسلی او پوځی مهمات تروریستانو ته په لاس ورشی.

جونسن په خپلو خبرو کی زیاته کړه: « په دی هکله داسی یوه پوښتنه راپیدا کیږی، څوک دغه پوځی مهمات تر لاسه کوی، کله چی امریکا اعلان وګړ، چی تر لسو تنو لږ پوځیان یی وروزل نو دغه وسلی او پوځی مهمات څوک تر لاسه کوی او د یو ځای نه بل ځای ته څنګه لیږدول کیږی

Author

خروج از نسخه موبایل