اسرائیل د بیت المقدس ختیځ ته پوځيان لېږي

اسرائیل د بیت المقدس ختیځ ته پوځيان لېږي

د اسرائيلو پوځ د هېواد لر او بر ته سلګونه سرتېري لېږلي دي چې له پولیسو سره مرسته وکړي چې په دې وروستیو کې د فلسطینیانو له لوري د وسلو او چاقوانو له ډېرېدونکو بریدونو سره مبارزه وکړي.

په نیول شوي ختیځ بیت المقدس کې، اسرائیلي پولیسو په ځینو عرب مېشتو ځایونو کې پوستې هم جوړې کړې دي.

پولیسو ته ويل شوي چې په ښار کې فلسطینۍ سیمې وتړي.

چارواکي اوس کولی شي د هغو فلسطینیانو کورونه هم وران کړي چې پر اسرائیلیانو بریدونه کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل