په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید ۴۸ سلنه را کم شوی دی

په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید ۴۸ سلنه را کم شوی دی

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وايي، چې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د کوکنارو په کرکېله کې ۱۹ سلنه او د تولید په برخه کې ۴۸ سلنه د تېر کال په پرتله کموالی راغلی دی.

مېرمن عظیمي وايي، په ۸ ولایتونو کې کوکنار په جزي ډول کرل کېدل، خو اوس مهال په دغو ولایتونو کې بدیل کښت ورته ځای پر ځای شوی دی.

نوموړې وویل، چې په دغو ولایتونو کې نوره د کوکنارو د بیا کرلو له پاره زمينه برابره نه ده.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، چې د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې تېر کال ۲ زره او سږ کال ۳ زره هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

همدارنګه د نشه یي توکو د تولید په برخه کې شمېرې ښيي، چې په ټول هېواد کې تېر کال ۶ زره او ۴۰۰ټنه او سږ کال ۳ زره او ۳۰۰ ټنه نشه يي توکي تولید شوي دي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې ورازت د شمېرو پر بنسټ ۹۷ سلنه کوکنار د هېواد په سوېل، لویدیځ او ختیځ کې کرل کېږي.

له بل لوري د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو سره د مبارزې سیمه ییز رییس اندرسن افتسین وايي، سره له دې، چې د دغه وزارت د شمېرو له مخې د کوکنارو په کرلو او تولید کې کموالی راغلی دی، خو لا هم هلمند کې ۳ فصله کوکنار کرل کېږي.

نوموړي وویل، چې هلمند ولایت د ټول افغانستان زیات برخه کوکنار تولید وي.

ویل کېږي، چې سږ کال د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ناامنیو له امله د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی دی.

افتسین وايي، چې د اروزګان، بادغیس، غور، بغلان، فاریاب، بلخ، کابل، کونړ او سرپل ولایتونو کې د نشه يي توکو قاچاق د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی دی.

سره له دې، چې د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د نشه يي توکو د کرلو او قاچاقو د کموالي خبره کوي، خو د روغتیا وزارت شمېرې ښيي، چې په ټول هېواد کې ۳ میلیونه انسانان په نشه يي توکو روږدي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل