متحده ایالاتو په بیت المقدس کې د ملکي وگړو وژنه په کلکه وغندله

متحده ایالاتو په بیت المقدس کې د ملکي وگړو وژنه په کلکه وغندله

په وروستیو پېښو کې اوه تنه اسراییلیان او نهه ویشت تنه فلسطینیان وژل شوي دي.په وروستیو پېښو کې اوه تنه اسراییلیان او نهه ویشت تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

د گڼ شمیر سیمو په وروستیو پېښو کې اوه تنه اسراییلیان او د اتو ماشومانو په شمول نهه ویشت تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

پرون د اردن د سیند پر لویدیځه غاړه باندې نښتې وروسته له هغې وشوې چې د بیت المقدس او تل ابیب په گڼ شمیر سیمو کې څو څو پر له پسې بریدونه وشول. دا بریدونه پداسې حال کې وشول چې فلسطینیانو پرون د قهر ورځ اعلان کړه.

په بیت الحم، رام الله او نورو ښارونو کې فلسطیني ځوانانو تایرونو ته اور واچاوه او پر اسراییلی پوځیانو باندی یی د ډبرو گوزارونه وکړل چې په ځواب کې پرې اوښکی بښونکی گاز او رابري گولۍ وکارول شوې.

په وروستیو ورځو کې د اسراییلو د هغه اقدام په وړاندې د فلسطینیانو غصه اوج ته رسیدلې ده چې دوي یې د په بیت المقدس کې پر مقدسې سیمې باندی د یهودیانو د نفوذ هڅه گڼي.

په غزې کې فلسطینیانو د اسراییل سره د پولی په لور لاریون وکړ . دوی د کلونو کلونو راهیسې د اسراییل په لاس محاصره غندله. دا پداسې حا ل کې ده چې د حماس مشرانو د اسراییل په وړاندی ددې بریدونو ملاتړ کړی دی.

سامی ابو زهري په غزې کې د حماس ویاند وویل، «حماس د اردن د سنید په لویدیځه غاړه باندې د فلسطینیانو قهرمانانه گامونه ستایی او دا تاییدوی چې په وروستیو عملیاتو کې شدت ددې ښکارندوی دی چې ددې پاڅون مخه نشي نیولای. دا د بیت المقدس پاڅون دی. دا د اسراییلي اشغالگرو دپاره د الاقصی په جومات کې د وروستیو جرایمو په ضد یو قوی پیغام دی.»

د تاوتریخوالی زیاتیدل، ددې باعث شو چې د اسراییلو صدراعظم، بن یمن نتنیاهو، د پارلمان بیړنۍ غونډې را وبولي. هغه وویل، «زه د فلسطینیانو د ادارې مشر ته وایم چې قاتلینو ته د اتلانو نوم مه ورکوه . او که د حماس په هڅونی او تحریک حالات ویجاړ شول، نو اسلامی غورځنگ او د فلسطینیانو اداره به مسوله وگڼل شي.»

فلسطينی چارواکی وایي د وروستیو تاوتریخوالو مسول اسراییل دی او وایی دوی غواړي چې د جرایمو نړیواله محکمې ته د تجدید نظر غوښتن لیک وړاندې کړي.

پداسې حال کې چې په بیت المقدس کې کړکیچ مخ په پراخیدو دی، په قاهر ې کې د فتح په نوم فلسطیني گوند د اسراییلو اعمال په کلکه وغندل او د نړیوالی ټولنی څخه یې پدې مسلې کې د مداخلې غوښتنه وکړه.

دوي وایی چې اسراییل پلان لري چې د الاقصی جومات لاندی خپلو حفریاتو ته دوام ورکړي چې د جومات د نړیدلو سبب گرځیدای شي.

په قاهرې کې د فتح د گوند یو غړي پدې اړه داسې غبرگون وښود، «د فلسطینیانو په وړاندې د اشغالگرو صهیونستانو ظلمونه او جرمونه کومه نوی خبره نده خو دوي پدې وروستیو کې خپلو بریدونه لا شدید کړي. د ښي اړخ تندلاری گوند او ملاتړی حکومت یې هیله لري چې هغه پلان پر مخ بوزی چې دوی یی د الاقصی د جومات د بیلولو غوره وخت او ځای بولي. دا هغه څه دي چې فلسطینیان به یې هیڅکله هم ونه مني.»

فلسطینی سیاستوال وایي چې دوي به د اسراییلی پوځ په وړاندې خپل مقاومت ته تر هغې دوام ورکړي ترڅو چې دوی د جومات د مصونیت په اړه ځان ډاډه کړي.

سپینی ماڼۍ پرونی برید چې پکې درۍ تنه اسراییلي ملکیان ووژل شول په کلکه وغانده. د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنیست زیاته کړه، «مونږ د ولسي وگړو په تلف کیدو خواشینی کیږو که دا اسراییلی ملکیان وي او که فلسطینیان. متحده ایالات اوس هم د تاوتریخوالي په غندلو ټینگار لري او د جنگ د هڅونکو په وړاندی مبارزه کوي.»

دا پداسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري، وایي هغه به ډیر ژر سیمې ته سفر وکړی. هغه وویل، «دا تاوتریخوالی او د تاوتریخوالی دپاره هڅونې باید ودرول شي.»

په همدې حال کې نن اسراییلي پوځ خپل سلهاو سرتیري پخپلو مهمو ښارونو کې د څار او د امنیتی کنترول پر دندې وگمارل څو د پولیسو سره د نویو بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دا د اسراییل د کابینې له خوا د امنیتي تدابیرو لومړنی جدي اقدام دی چې په وروستیو ورځو کې یې کوي.

د اسراییلو کابینې پرون شپې ناوختی بیړنۍ غونډه وکړه او نن سهار وختی یی د ځینو ځانگړو گامونو اعلان وکړ چې په هغو کې د پارونکو او حساسو سیمو بشپړ تړل هم شامل دي، ځکه د اکثر اسراییلیانو په وینا زیاتره بریدونه په بیت المقدس کې د عرب میشتو سیمو څخه کیږي چې له کبله یې ددې سیمو د تړل کیدو غږ پورته شوی دی. کابینې همدارنگه پریکړه وکړه چې د اړتیا په وخت کې د اقامت او اوسیدنی اجازه لغوه او د ځینو برید کونکو کورونه ونړوي.

Author

خروج از نسخه موبایل