روسیې بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د داعش پر وړاندې د ایتلاف پر هوایي بریدونو نیوکه کړې

روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د داعش پر وړاندې د ایتلاف پر هوایي بریدونو نیوکه کړې او دا بریدونه شکمن ښودلي دي. ده ویلي: ایتلاف په تیر کال کې د داعش پر وړاندې پنځه ویشت زره عملیات تر سره کړي چې د مثبتې پایلې کچه یې تر ډيره ټیټه ده. له دې سره چې په دې وروستیو کې د روسیې او امریکا پر یوه بل د تورنو لګولو زور اخستی خو د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ویلي: دوی چمتو دي ترڅو د داعش پر وړاندې د جنګي الوتکو او ددوی ترمنځ د تیروتني د مخنیوي په هکله په خپلو کې سره خبرې وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل