د صهیونیستانو په یوه تازه برید کې دیوې امیندواري میرمنې وژل کیدل

د صهیونیستانو په یوه تازه برید کې دیوې امیندواري میرمنې وژل کیدل

د غزې په تړانګه داسرایلي ځواکونو له لوري په یوه توغول شوي توغندي کې یوه امیندواره میرمن له خپل درې کلن ماشوم سره وژل شوې ده. داسرایلو له لوري دا توغول شوی توغندی داوسیدنې په یوه کور لګیدلی دی چې له دې سربیره دوه نور فلسطنیان ټپیان شوي هم دي.

پر غزې تړوانګې داسرایلو د توغندیو برید له هغه وروسته تر سره شوی کله چې اسرایلو دحماس ډله له غزې څخه ددوی پر سیمو د توغندیو پر بریدتورن کړ دوی ویلي دې ډلې ددوشنبه په ورځ د اسرایلو په لور توغندي توغولي دي. دا پّ داسې حال کې ده چې تر اوسه ددې توغندیو د برید مسولیت هیڅ یوې ډلې پر غاړه نه دی اخستی خو اسرایلي رژیم د فلسطین پر دې سیمه دتوغندیو په برید لاس پورې کړی دی. ویل شوي چې د اسرایلي رژیم د توغندیو په نني برید کېد اوسیدونې یو کور په نښه او په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی چې له امله یې یوه امنیدواره میرمن له خپلې درې کلنې ماشومې سره وژل شوې ده.

د غزې په ټرانګه او د فلسطین په نیول شویو سیمو کې داسرایلي سرتیرو او فلسطینانو ترمنځ شخړې هغه مهال ډيرې شوې کله چې په باختري تړانګه کې د دواړو خواووترمنځ ستونزې ډيرې شوې په داسې حال کې چې اسرایلیانو پّ دې تړانګه کې د فلسطنیانو دنیوکو له ډيرښته اندیښمند دي پّ غزه کې د دواړو خواوو ترمنځ د وسله والې نښتې شونتیا ډيره ده.

Author

خروج از نسخه موبایل