په پاکستان کې د خاورینې غونډۍ ښویدو له کبله ۱۳ کسان وژل شوي

په پاکستان کې د خاورینې غونډۍ ښویدو له کبله ۱۳ کسان وژل شوي

ډېری وژل شوي کسان د سویلي پنجاب اوسیدونکي دي، چې د کراچۍ په ګلستان جوهر نومي سیمې کې مېشت وو

د پاکستان کراچۍ ښار کې یوه خیریه ټولنه ایدهي فاونډیشن وايي، د یوې خاورینې غونډۍ ښویدو له کبله په جونګړو کې مېشت ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا تر خاورو د لاندې کسانو را ایستلو لپاره مرستندویه چارې روانې دي.

کراچۍ کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، پېښه په ګلستان جوهر لومړي بلاک سیمه کې شوې.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې ډېری وژل شوي کسان د سویلي پنجاب اوسیدونکې بیوزله کونۍ دي، چې په دغه سیمه کې یې جونګړې جوړې کړې دي.

له جونګړو نه د وژل شویو کسانو په را ایستلو کې د ښاروالي کارکونکي، د سیمې اوسیدونکي له پولیسو سره مرسته کوي.

دغه سیمه کراچۍ پوهنتون ته مخامخ موقعیت لري، چې پکې بیوزله کسانو په خپل سر له خټو، خځلو کورونه جوړ کړي دي.

کراچۍ ښاروالي مسوولین وايي له دې مخکې یې څو ځلې هڅه کړې، چې د جونګړو اوسیدونکي له دغه ځایه لرې کړي، خو وايي هڅې یې بې ګټې وې.

Author

خروج از نسخه موبایل