«ټیوټا » به د « داعش » په وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي

«ټیوټا » به د « داعش » په وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي

په هغو ګڼ شمېر تبلیغي ویډیو ګانو کې چې د « اسلامي دولت » ډله یې، چې په روسیه کې یې پر فعالیت بندیز لګېدلی، خپروي، د دغې ډلې په وسلو سمبال جنګیالي په نوو او یا بیخي لږ کارېدلو رینجرونو او جیپونو کې هرې خواته تګ راتګ کوي.

د دغو موټرونو ډېره برخه د Toyota Hilux رینجرونه او د Toyota Land Cruiser جیپونه دي. دغه موټرونه د وګړو او وسلو د وړلو لپاره ډېر مساعد دي. خو کله کله په ویډیوګانو کې د Mitsubishi، Hyundai او Isuzu موټرونه هم تر سترګو کیږي. د امریکا متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د ترهګرۍ د مالي سرچېنو د شنډولو څانګه غواړي، چې ترهګرو ته د لوېدیزو مالونو د ورلېږنې د مخنېوۍ په لاره کې د عملیاتو په اډانه کې د دغه کار د څرنګوالي په تړاو اطلاعات راټول کړي. د امریکا متحدو ایالتونو د مالیې وزارت ټیوټا کمپنۍ ته رسمي لیک لېږلی او په هغه کې یې غوښتنه ترې کړې، چې د مسألې په تړاو روښانتیا ورکړي.

لکه چې ABC News له واشنګټن څخه خبر ورکړی د ټیوټا کمپنۍ د ټولنیزو اړیکو د څانګې مدیر اېد لیوییس وویل چې د ټيوټا کمپنۍ استازیو د امریکا متحدو ایالتونو د مالیې په وزارت کې د شوې کتنې پر مهال دغه وزارت ته، منځني ختیځ ته د ټیوټا موټرونو د لېږنې د چینلونو او د دغو لېږنو د خوندیتوب د چارو په تړاو اړین اطلاعات ورکړل. اېد لیوییس دا هم وویل، چې « ټیوټا » کمپنۍ د خپلو محصولاتو د پلورنې په لاره کې ډېر سخت سیاست چلوي. دغه سیاست پر هغو کسانو د ټیوټا کمپنۍ د موټرونو د پلورلو بندیزونه په پام کې لري، چې له دغو موټرونو او یا د هغو له بدلو شوو ډولونو څخه په جنګي عملیاتو او یا ترهګریزو موخو کې استفاده کوي. د Toyota کمپنۍ د اطلاعاتو له مخې، په ۲۰۱۱ کال کې په عراق کې په رسمي ډول ۶ زره Hilux او Land Cruiser موډل موټرونه پلورل شوي وو. په ۲۰۱۳ کال دغه شمېر ۱۸ زرو موټرو ته ورسېد. خو په ۲۰۱۴ کال کې بېرته ۱۳ زرو ته راولوېد. په سوریه کې د Toyota موټرو پلورنه په ۲۰۱۲ کال کې د ټیوټا موټرو د پلورنې د سیمه ییزې څانګې په پرېکړه په بشپړ ډول بنده شوه. د Toyota په رسمي اعلامیه کې ویل کیږي، چې کمپنۍ په دې تړاو کوم اطلاعات نه لري، چې د کمپنۍ د موټرو د پلورنې کومې څانګې دې د « اسلامي دولت » پر جنګیالیو ټیوټا موټرونه پلورلي وي. خو که چېرې کوم وخت په همدې تړاو کوم څه راڅرګند شي، نو کمپنۍ به یې په وړاندې، بې له کومه ځنډه اړونده قانوني کړنو ته لاس واچوي.

په امریکا متحدوایالتونو کې د عراق د سفیر لقمان فایلي له خولې، د عراق حکومت په دې باور دی، چې په دې وروستیو کالونو کې د « اسلامي دولت » جنګیالیو نه یوازې زاړه رینجرونه د خپلو اړتیاوو لپاره سمبال کړي، بلکې د Toyota نوي موټرونه یې هم رانېولي دي. ده له ABC News سره په مرکه کې وویل: موږ همدغه پوښتنه له خپلو ګاونډیانو څخه هم کوو. دوی ته وايو چې داعشیانو دغه په سلګونو نوي ټیوټا موټرونه له کومه کړي دي؟ د عراق اردو استازي په دې باور دي، چې هېواد ته دغه موټرونه د هغو منځګړو له لارې راځي، چې له عراق څخه دباندې فعالیت کوي. د عراق د وسله وال پوځ یوه جنرال سعد معان له ABC News   سره په مرکه کې وویل: موږ ټول وخت د دغو ترهګرو په وړاندې په مبارزه کې تېروو، نو ځکه دا خبره نشو کولای، چې موږ د عراق او سوریې ترمنځ پوله په بشپړ ډول کنټرولوو.

د Toyota کمپنۍ د استازي اېد لیوییس له خولې، د هغو موټرونو ډېره برخه، چې د « اسلامي دولت » په تبلیغي ویډیوګانو کې ښکاري، نوي موډلونه نه دي، ځکه چې د کنټرول اوسنی سیستم د دې د څارلو شونتیا ورکوي، چې له دغو موټرونو څخه په ناقانوني پوځي فعالیت کې استفاده ونه شي. خو دا یې هم ومنله، چې د Toyota کمپنۍ د دې وس نه لري چې په بشپړ ډول دا وڅاري او مخه یې ونیسي، چې ټیوټا موټرونه په نامستقیو او یا ناقانوني لارو چېرې وړل کیږي او چاته ورکول کیږي. ښاغلي لیوییس له ABC News   سره په مرکه کې په ټینګار وویل، چې د امریکا متحدو ایالتونو د مالیې وزارت له استازیو سره کتنه په ښه ډول پایته ورسېده او یاد وزارت هم « ګټوره » وبلله. د Toyota کمپنۍ استازي د غونډې په تړاو د تفصیلاتو له ورکولو ډډه وکړه، ځکه چې دغه تفصیلات کولای شي چې د Toyota او نورو کمپنیو د موټرونو د ناقانوني استفادې د مخنېوۍ مبارزه له ستونځو سره مخامخ کړي او یا ناقانوني ډلو ته د موټرو د پلورنې چینلونو ته ورننوتل اسان کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل