له طالبانو نه د پاکستان د ملاتړ پرېکون په شرط د سولې خبرې کوي

له طالبانو نه د پاکستان د ملاتړ پرېکون په شرط د سولې خبرې کوي

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف وايي، د پاکستان حکومت چمتو دی، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته اړ کړي.

خو په ورته وخت کې اجرایه رییس عبدالله د نواز شریف د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي دي، تر څو چې پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه لاس وانه خلي افغان حکومت به له طالبانو سره د سولې خبرې ونه کړي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي، چې له دې مخکې طالبانو د سولې له خبرو ډډه کوله، خو اوس اسلام اباد طالبان دې ته اړ کړي دي، چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

اجرایه رییس په ټینګار سره وايي، چې د سولې خبرې د افغانانو غوښتنه ده او زیاتوي، چې که طالبانو سره پاکستان مرسته ونه کړي له افغان حکومت سره د جګړې توان نه لري.

نوموړی وايي، افغان حکومت به هغه مهال د پاکستان له دغه کار څخه هرکلی وکړي، چې دوی د طالبانو له تمویل او تجهیز څخه لاس واخلي.

له بل لوري ځېنې سیاسي شنونکي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي وروسته ملګري ملتونه پاکستان د طالبانو او ترهګرییزو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.

دغه شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان په دغو څرګندونو سره غواړي د ملګرملتونو لید لوري ته بدلون ورکړي.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی طاهر هاشمي سلام وطندار ته وویل، ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو او ترهګریزو ډولو په وسیله د پاکستان له لاسوهنو څخه پوی شوي دي.

دی وايي، اسلام اباد هڅه کوي، چې په یوې بهانې سره طالبانو د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي او په دې کار سره د ملګرو ملتونو لید لوری بدل کړي.

د سیاسي چارو بل شنونکی لطیف نظري بیا په دې باور دی، چې پاکستان د خپلو ګټو د خوندي کولو له پاره د افغان حکومت سره څو اړخیزه لوبه روانه کړې ده.

د ده په باور پاکستان هڅه کوي، چې ملګرو ملتونو ته خپل هېواد د افغان سولې پلوی ور وپېژني او له دې لارې څخه خپل سیمه ییز او نړیوال ځواک پیاوړی کړي.

نظري وايي، پاکستان په خپل بهرني سیاست کې د افغانستان د تل پاتې سولې او ټیکاو له پاره پروګرام نه لري.

نوموړي همدا ډول وویل، چې د افغانستان حکومت هم د سولې خبرو، ترهګریزو ډلو او د هغو له ملاتړ کوونکو سره د مبارزې په برخه کې مشخصه تلنلاره نه لري.

د پاکستان حکومت د ۱۴ کلونو په موده کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل خبرې کړي دي، خو د پردې تر شايي طالبان تمویل کړي دي او په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

Author

خروج از نسخه موبایل