سعودي شهزاده وایي، د تنظيم حج چارو كې نور هېوادونه نه شو شريكولى

سعودي شهزاده وایي، د تنظيم حج چارو كې نور هېوادونه نه شو شريكولى

د سعودي عربستان د كورني امنيت پخواني مشر شهزاده تركي الفيصل وايي، د حج د مراسمو په تنظيم كې د نورو مسلمانو هېوادونو همكاري رد كړې او ويلي يې دي د حج د مراسمو تنظيم يوازې د سعودي عربستان حق او په دې برخه كې دا هېواد خپلواك عمل بايد ترسره كړي.

نوموړي په ابوظهبۍ كې يو امريكايي ټلويزيون ته په مركا كې ويلي، سعودي حكومت د حج په مراسمو كې له ګڼو ساري ناروغيو سره مجادله كړې او خلكو ته له كلونو راهيسې په دې اړه غوره خدمات او سهولتونه برابر كړي دي.

شهزاده تركي الفيصل همدا راز زياته كړې اجازه به ور نه كړي چې څوك د حج د مراسمو تنظيم د مكې له خلكو څخه چې په دې مسايلو تر نورو ښه بلد دي، واخلي: (( د مقدسو ځايونو زيارتونو څارنه او پالنه د سعودي د خپلواكۍ او استحقاق معامله ده، په دې كې بايد نور هېوادونه راګډ نه كړاى شي. موږ به دا استحقاق او د خادمين حرمين شريفين امتياز هېڅكله له خپله لاسه وتو ته پرېنږدو، دا ډېره د تاسف وړ خپره ده چې ايران دا اوس د مېنا له پېښې څخه سياسي ګټه پورته كوي.))

تركي الفيصل د حج د مراسمو په تنظيم كې د نورو اسلامي هېوادونو خبره په داسې حال كې رد كړې چې ايران سعودي عربستان د مېنا په په پېښه كې د انتظاماتو په كمزوري مديريت تورن كړى.

ايران ويلي، له دې وروسته بايد د حج د تنظيم په برخه كې د اسلامي هېوادونو د استازيو په ګډون يوه خپلواكه اداره رامنځته شي.

Author

خروج از نسخه موبایل