د نړۍ اته سوه میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي

د نړۍ اته سوه میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي

دغه رپوټ کې لومړی مرکزي افریقا جمهوریت، دویم مقام کې چاډ او دریم هغه کې زیمبیا هغه هېوادونه دي، چې سختې لوږې ځپلي دي

د ۲۰۱۵ کال لوږې نړیوال شاخص له مخې د وسله والو نښتو له کبله نژدې ۸۰۰ میلیونه انسانانو ته بشپړ خواړه نه رسیږي.

د ۲۰۱۵ کال رپوټ کې ویل شوي دي، چې نړۍ کې ۵۲ هېوادونه داسې دي، چې پکې د جګو له کبله یا خو حالت خواشینونکی دی او یا هم د اندېښنې وړ.

دغې ډلې کې اته هېوادونه داسې بلل شوي دي، چې پکې حالت خورا ناوړه بلل شوی او له ۴۶ اعشاریه نهه سلنې پواینټونو سره د مرکزي افریقا هېوادونه په سر کې راځي.

افغانستان هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې راځي، چې پکې حالت وايي هېښونکی دی.

سږ کال لومړی ځل له افغانستانه په دغه رپوټ کې شمېرې شاملې شوې دي.

له دې مخکې د ډیټا نشتوالي له کبله د افغانستان نوم په دغه نوملړ کې نه و شامل کړل شوی.

د ۲۰۱۵ کال شاخص له مخې افغانستان کې دغه کچه ۳۵ اعشاریه څلور بلله شوې، چې د لوږې په اړه وايي خبرداری ورکونکی حالت دی.

دغه لړ کې اوس د افغانستان پخوانۍ ډیټا موندله شوې، چې وايي په ۲۰۰۰ میلادي کال کې دغه کچه ۵۲ اعشاریه پنځه وه او دغه حالت وايي خورا هېښونکی حالت و.

د سږ کال په شاخص کې د هند او پاکستان نومومونه هم شامل دي، چې پاکستان په ۱۱ او هند په ۲۵ مقام کې راوړل شوي دي.

رپوټ کې البته ویل شوي، چې په پرمختلونکو هېوادونو کې د ۲۰۰۰ میلادي کال پر تله د لوږې کچه ۲۷ سلنه کمه شوې ده.

په دغه رپوټ کې لومړی مرکزي افریقا جمهوریت، دویم مقام کې چاډ او دریم هغه کې زیمبیا هغه هېوادونه دي، چې سختې لوږې ځپلي دي.

په شاخص کې د ګڼو هېوادونو نومونه شامل نه دي او لامل یې دا دی، چې د غو هېوادونو تایید شوې شمېرې نه دي تر لاسه شوې.

خو د دغو هېوادونو په اړه معلومه شوې، چې د لوږې حالت پکې ډارونکی دی.

د کنسرن ورلډ واییډ اجرایي مشر ډومنک میکسورلي په وینا:

‘ناامنۍ پرمختګ په شا تمبوي. له سولې پرته به ګرانه وي، چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې بیوزلي او د خوړو لږوالي ستونزې حل شي. اوس هغه وخت راغلی، چې نړیواله ټولنه د نښتو مخه ونیسي او د مسایلو حل ته لومړیتوب ورکړي.’

Author

خروج از نسخه موبایل