د داعش مشر بغدادي په بمبار كې ټپي شوى دى

د داعش مشر بغدادي په بمبار كې ټپي شوى دى

د داعش مشر بغدادي په بمبار كې ټپي شوى دى عراقي پوځي چارواکو دعوه کړې چې د داعش پر پوځي کاروان د هوایي برید په نتیجه کې د دغه ډلې مشر ابوبکر البغدادي ټپي شوی دی.

د عراقي چارواکو په قول، یاد هوایی برید سوریې سره په ګډه پوله پرون ناوخته الانبار ایالت کې شوي چې په ترڅ کې یی ابوبکر البغدادي ټپي شوی او د داعش دوه لوړپوړي قوماندانان الشیشاني او ابوساعد الکربولي وژل شوي دي.

عراقي چارواکو دعوه کړې چې په دغه هوايي برید کې د داعش لسګونه نور وسله وال یی هم وژل شوي.

په ورته وخت کې رویټرز اژانس هم د عراقي چارواکو له قوله ویلي، چې ابوبکر البغدادي ټپي شوی دی، خو خپلواکو رسنیو تر اوسه دغه ادعا نه ده تایید کړې.

Author

خروج از نسخه موبایل