ترکیې کې د ویر پر مهال پر کرد وسلوالو هوايي بریدونه شوي
د ترکیې پوځ په وینا د عراق شمال میتینا او ظاف سیمو کې د یکشنبې ورځې بمبارۍ کې د پي کي کي مورچلونه په نښه شوي
د ترکیې هوايي ځواک پر کردي وسله والو له هغه یوه ورځ وروسته برید کړی، چې پلازمېنه انقره کې د سولې لپاره پر یوه بلل شوي لاریون خونړي بریدونه وشوو.
الوتکو له شمالي او سویلي عراق سره پر پوله د کردستان کارګر ګوند ‘ پي کي کي ‘ پر هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
د شنبې په ورځ پلازمېنې کې دوو بریدونو پایله کې ۹۵ کسان ووژل شول او دې سره دغه تر ټولو خونړي بریدونه بلل شوي دي.
پوځي سرچینې وايي د دغو بریدونو تر سره کولو شک پر اسلامي دولت نومي ډلې وسله والو کېږي.
د شنبې په ورځ د پي کي کي له لوري د یوه نوي اوربند وړاندیز د حکومت له لوري رد شو او له هغه وروسته هوايي ځواک دغه بریدونه کړي دي.
ترکیې کې د نوامبر لومړۍ نېټې له ټولټاکنو مخکې اندېښنې وار له مخه موجودې دي.
واکمن عدالت او رفاه ګوند جون میاشت کې د کرد پلوه خلق دموکرایتک ګوند له ګټې وروسته ټولټال محبوبیت له لاسه ورکړی دی.
د ترکیې پوځ په وینا د عراق شمال میتینا او ظاف سیمو کې د یکشنبې ورځې بمبارۍ کې د پي کي کي مورچلونه په نښه شوي دي.
د شنبې په ورځ د ترکیې په دیارباکر ولایت کې پر پي کي کي هوايي بمباري وشوې، چې ۴۹ کسان پکې ووژل شول، خو د وژل شویو کسانو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.