تحلیل (څیړنه): په سوریه کې د روسیې د مداخلې پایلې

د روسیې او لویدیځ ترمنځ نوې شخړې رامنځ ته شوې دي. دا هغه ستونزې دي چې له اسلامي هیوادونو څخه یواځینۍ اسلامي هیواد ترکیه دی چې دې ستونزو یې لمن نیولې ده. ترکیې او اردوغان د سوریې په هکله په خپل سیاست کې پاتې راغلي دي او ددې هیواد امنیت له ګواښ سره مخ دی. له دې سره عراقي او سوریې کډوالو د ترکیې په لور مخه کړې او د ترکیې له لوري روزل شویو وسله والو ډلو د انقرې لپاره سر خوږۍ رامنځ ته کړی دی. کرد بیلتون غوښتونکي د پخوا په پرتله ځواکمن شوي او ددې هیواد له هوایي حریم څخه سرغړونه شوې ده. لویدیځ اوس مهال د ترکیې له لوري او د دې هیواد د هوایي حریم څخه د دفاع په بهانه له مسکو سره ټټر وهي.

دا شخړې د هغه له مخې دي چې مسکو غواړي چې په منځني ختیځ کې له خپل موقعیت څخه دفاع وکړي. ریښتینولي خو دا ده چې په دې سیمه کې ستونزې دومره ډیرې شوې چې د ټولو لپاره یې کړۍ راتنګه کړې ده نو له دې مخې د بیلا بیلو اړخونو له لوري ډيری هڅې کیږي.

نو له دې مخې په دې سمیه کې ستونزې هم ډیرې شوي دي.

ایران او روسیه په منځني ختیځ کې پخواني ملګري هیوادونه دي. تیره اونۍ اعلان وشو چې چین هم دې شخړو ته ور دانګي او د روسیې په پلونو به پل کیږدي. د سوریې جګړه له یوې خوا د شانګهای له لوري د اعلان په ډول دی د شانګهای تړون په یو ډول ددې سیمې مالک ځان بولي او دې ته اجازه نه ورکوي ترڅو دې سیمې ته نور ځواکونه را ووځي.

روسیې له مودو راهیسیې په سوریه کې شتون درلود او اوس لویدیځ او امریکا په دې سیمه کې د روسیې ګټې له ګواښ سره مخ کړي دي.

حقیقت خو دا دی چې د سوریې جګړه د یوه اړخیز پالنې پر وړاندې او د نړۍ د امنیت په موخه جګړه ده دا هغه جګړه ده چې مسکو یيې د ناټو د ودې مخنیوي لپاره بولي. ناټو هرکله چې هر چیرته وغوښتل د امنیت شورا له لارې لاړل او خپله پښه یې د اروپا له پولو چې مخکې یې د ځان لپاره ټاکلې وې وغځوله ددې پرمختګ لپاره ناټو د ختیځ په لوره مخه کړه د سړې جګړې وروسته منځنۍ آسیا منځني ختیځ او د نړۍ په نور سیمو کې د لویدځوالو لپآره کوم بندیز شتون نه درلود.

اوس د سوریې جګړې لمن د اسد او داعش له مسلې ور اوښتې ده او اوس باید دا جګړه د لویو کړیو له مخې وڅیړل شي د هغه کړۍ چې د شانګهای سازمان پکې ځان ګډ بولي. له دې وروسته کیدای شي د شانګهای سازمان په لوی پوځي مرکز بدل شي. دا هغه سازمان دی چې هڅه کوي یوه نوي امنیتي سیمه وټاکي او دا امنیتي سیمه به دنده لري ترڅو د ناټو تړون پر وړاندې د خپلو ګټو له مخې مقاومت وکړي او ودریږي. امریکا ویلي روسیې د داعش په مرکزونو بریدونه نه دي کړي او د مسکو نوي سلنه بریدونه د اسد د نورو وسله والو مخالفینو پر مرکزونو شوي دي. خو روسیه وایي: چې دوی په دې بریدونو کې داعش په نښه کړی دی. له دې سره مسکو یو بل دلیل هم لري. هغه دا دی چې په سوریه کې له داعش سره بله هیڅ یوه ترهګریزه ډله نه جنګیږي او یواځې کردان او د اسد حکومت دی چې ددې ډلې پر وړانډې په مبارزه بوخت دي د امریکا او عربي هیوادونو د ملاتړ تر سیوري لاندې وسله والې ډلې له داعش سره کار نلري نو له دې مخې د اسد نورې وسله والې ډلې هم د داعش سره یو لاس دي او ددوی ایدیولوژي لري.

مسکو دا مني چې د اسد د ساتنې لپاره جنګیږي خو له دې سربیره چې اسد د مسکو لپاره ستراتیژیکې ګټې او حیثیت لري مسکو په دې باور دی چې د راتلونکې لپاره د اسد شتون اړین او ګټور دي. د سوریې په څلور کلنۍ جګړه کې دبهیرونو رامنځ ته ته کولو ته په هغه کچه لاره هوواره وه که چیرې اسد نه وي په دې هیواد کې د سیالو ډلو ترمنځ به خونړۍ جګړې رامنځ ته شوې وی او د واک د تر لاسه کولو جګړې به سوریه تر ډيره ویجاړه کړې وی.

دا نږدې ټول مني چې پّ سوریه کې د ویجاړی او د لسګونه زره کسانو د وژل کیدو اصلي لاملین د سوریې دولت او ددوی وسله والې مخالفې ډلې دي خو په اوسنیو شرایطو کې د روسیې په آند د اسد شتون د سوریې د راتلونکې لپاره اړین دی ځکه چې د امریکا او عربي هیوادنو تر ملاتړ لاندې وسله والې ډلې د جوړ جاړي ظرفیت نلري او له بل لوري دا وسله والې ډلې د منځني ختیځ د امنیت لپاره ګواښونکي دي. له بشار اسد څخه د یو شمیر قومونو ملاتړ هم به دې مسله کې شریک دی. بشار اسد د سوریې یو شمیر قومونو ترمنځ ملاتړي لري او دده په نشتو سره به د هغه پرګنو برخلیک نامالومه او له ګواښ سره مخ وي.

روسیه به دې دلیلونو سره د سوریې په جګړه کې ښکیله شوې خو هغه څه چې د سوریې د جګړې له زړه څخه به را ووځي هماغه نوې امنیتي سیمه به وي چې د ناټو د یو اړخیزو پریکړو پر وړاندې به مقاومت کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل