کندهار کې د یوناما یوه افغانه کارکوونکې وژل شوې
یوناما په دغه پیښه غصه ښودلې دیوناما په دغه پیښه غصه ښودلې ده
په کندار کې ولایتي چارواکي وایي د ناپیژندو وسله والونن سهار د کندهار په ښار کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود مرستندویه پلاوي یوناما یوه افغانه کارکوونکې په یووسله وال برید کې وژلې ده.
د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وویل چې میرمن تورپیکۍ په داسې حال کې نن سهار میرویس روغتون ته وروړل شوې چې په برید کې د اخیستو ټپونو له امله یې لا دمخه ساه ورکړې وه.
کابل کي د یوناما دفتر په برید کې د دغه دفتر د یوې افغانې کارکونکې وژل تائید کړل.
ددغه دفتر په یو بیان کې چې استول شوی ویلی چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود مرستندویه پلاوی په میرمن تورپیکۍ باندې په برید ډیر په غصه شوی دی.
یوناما په دغه بیان کې ویلي چې د پیښې په پلټنې کوي.
همداشان یوناما د میرمن تورپیکۍ د کورنۍ او همکارانو سره هم خواخوږي څرګنده کړې ده.
د کندهار پولیس وایي د ناپیژندو وسله والو موټرسایکل سپرو نن سهار شاوخوا اته بجې د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود مرستندویه پلاوي یوناما په یوې افغانې کارکوونکې میرمن تورپیکۍ برید وکړ چې کله هغه له خپل کور څخه د دفتر په لور روانه وه.
په کندهار کې د ملګرو ملتونوپه یودفتر کې یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې میرمن تورپیکۍ له تیرو دولس کلونو په کندهار کې د یوناما په دفتر کې د ښځو سره د مرستو په څانګه کې کارکوه.
همداشان تراوسه کومې ډلې په میرمن تورپیکۍ د برید مسولیت نه دی اخیستی.
د کندهارپه غورک کې درنه جګړه پیل شوې
د بلې خوا د کندهار په شمالي ولسوالۍ غورک کې يو ځل بیا د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ درنه جګړه پيل شوې ده.
چارواکي وایي چې دغه جګړه چې له تیرو ۴ ورځو راهیسې روانه افغان امنیتي ځواکونه لا هم د دغې ولسوالۍ مرکز او شاوخوا پوستې په خپل کنټرول کې لري.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږته وويل چې په دغو روانو جګړو کې تراوسه شاوخوا ۲۵ افغان پولیس اود ملي اردو عسکر وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قوال اوردو قوماندان په غورک کې د جګړې د شدت خبرونه تائیده وي خو وايي چې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات به د ورځي په اوږدو کې له رسنیو سره شریک کړي.
تیر ماښام د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ځانګړو ځواکونو په ملتیا د هوا له لارې غورک ولسوالۍ ته رسېدلی دی .
امنیتي مقامات وايي چې اوس هلته سخته جګړه روانه ده او شاوخوا ۴۰ طالبان د جګړې او بمبارۍ پر مهال وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان شوي دي.
د غورک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې د جګړې له امله ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتي او هم هغوی د خوراکي توکو د کموالي سره مخ دي .
غورک د کندهار په لویدیځ کې له هلمند او اروزګان ولایتونو سره نږدې پرته ولسوالۍ ده .
وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کي ادعا کړې چې د غورک په والسوالۍ کې يې څلور امنیتي پوستې نیولي او افغان سرتیرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .