پوتین سوریې کې د خپل هېواد پوځي عملیاتو کلکه دفاع کړې
روسیې د یکشنبې په ورځ ویلي هوايي ځواک یې سوریې کې له شپیتو زیات ماموریتونه تر سره کړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوریې کې د خپل هېواد د پوځي عملیاتو کلکه دفاع کړې ده.
نوموړي ویلي، د دغو عملیاتو موخه په سوریې کې د مشروع نظام ټیکاو او د یوه سیاسي جوړجاړي رامنځته کېدو ته د شرایطو برابرول دي.
ولسمشر پوتین د روسیې له دولتي تلوېزون سره مرکه کې همداراز ویلي، که د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره د روسیې ملاتړ نه وي، دا ګواښ شته، چې د ده په وینا، ترهګر به سوریه لاندې کړي او بیا به د زرګونو په شمېر کې د روسیې د خاورې پر لور ور وخوځي.
له ‘روسیا ون’ ټلویزیون سره خبرو کې د یکشنبې په ورځ ښاغلي پوتین وویل، چې د روسیې هدف په دمشق کې د حکومت ‘باثباته ‘ کول دي.
د نوموړي په خبره له بشارالاسد سره د مسکو له مرستې پرته داسې خطر شته، چې د ده په خبره ‘ ترهګرې ډلې ‘ به د سوریې کنترول تر لاسه کړي.
روسیې د سپتامبر په ۳۰ نېټه سوریې کې هوايي بریدونه پیل کړل
د نوموړي په وینا له دې مخکې د بشارالاسد حکومت تر محاصرې لاندې و، چې وايي وسله وال د ده په خبره د دمشق څنډو ته رسیدلي وو.
د روسیې ولسمشر دغه راز له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د دښمن ‘ ترهګرۍ ‘ پر ضد هڅې شریکې کړي.
د امریکا په مشرۍ اییتلاف چې وار له مخه سوریې کې هوايي بریدونه کوي وايي، له روسیې سره به همکاري و نه کړي.
د برتانیا او ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونه له بشارالاسد حکومت سره د روسیې مرسته یوه ‘ تېروتنه ‘ روسیې د یکشنبې په ورځ ویلي هوايي ځواک یې سوریې کې له شپیتو زیات ماموریتونه تر سره کړي، چې وايي مهم هدف یې اسلامي دولت نومي ډله وه.
روسیې د سپتامبر په ۳۰ نېټه سوریې کې هوايي بریدونه پیل کړل.