سوریه کې د داعش ضد امریکايي تګلاره “ناکامه” وه

سوریه کې د داعش ضد امریکايي تګلاره “ناکامه” وه

د امریکا دفاع وزارت وايي، نور ځواکونه نه روزي، بلکې د موجوده جنګیالیو پر ملاتړ بسنه کوي.

د امریکا متحد ایالتونه په سوریه کې له “اسلامي دولت” نومې ډلې سره د مبارزې تګلاره بدلوي ځکه وایي هغه “ګرانه او ناکامه” وه.

د پخواني پلان له مخې، د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) د سوریې حکومت مخالفینو د روزنې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر لګولي وو. خو اوس معلومه شوې چې د یاغیانو کمه برخه له بشار اسد سره جګړې ته تیاره ده .

امریکا وایي اوس به په سوریه کې داسې ډلې لټوي چې د “اسلامي دولت” نومې ډلې ضد دي او هغوی ته به وسلې او مهمات ورکوي.

دا ناکامي هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د امریکا له لوري روزل شویو جنګیالیو ګاډي، ټانکونه او خپلې زېرمې سخت دریځو ته تسلیم کړې.

تېره میاشت په ډاګه شوه، د امریکا له لوري سوریې ته له استول شویو جنګیالیو یوازې څلور یا پنځه یې سوریه کې وو.

امریکا په روان کال کې د ۵۴۰۰ جنګیالیو د روزنې او په وسلو د هغوی د سمبالولو هوډ لري، خو په ۲۰۱۶ کال کې به ۱۵ زره نور کسان ورزیات کړي.

وړاندې دوې مهمې روزل شوې ډلې سوریې ته استول شوې وې، چې د “القاعدې” شبکې اړوندې “نصرت جبهې” جنګیالیو په تېر جولای کې لومړۍ استول شوې ډله ونیوله. خو دویمې هغه یې، په تېر سپتمبر د خوندي تېرېدو په مقابل کې “نصرت جبهې” ته خپلې تجهیرات او مهمات وسپارل.

د امریکا “نیویارک ټایمز” ورځپاڼې د دفاع وزارت د یوې سرچینې په حواله ویلي، دغه وزارت په اردن، قطر، سعودي عربستان او اماراتو کې د پوځي روزنې لپاره سوري جنګیالي نه ګوماري.

د سرچینې په حواله، پنتاګون به په ترکیه کې یو کوچنی روزنځای جوړ کړي، چې د ټلوالې ځینې قومندانان به پکې مناورې کوي.

امریکا په روان کال کې د ۵۴۰۰ جنګیالیو د روزنې او په وسلو د هغوی د سمبالولو هوډ لري، خو په ۲۰۱۶ کال کې به ۱۵ زره نور کسان ورزیات کړي.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر له خپل بریتانوي سیال مایکل فالون سره خبریالانو ته وویل چې دی: “د تېرو روزنو له پایلو راضي نه دی”. خو وايي امریکا اوس هڅه کوي چې نورې لارې چارې ومومي او د “اسلامي دولت” ډلې له لاسونو ځینې سیمې وباسي.

کارټر دا هم ویلي، داسې انګیرنې شته، چې سوریه کې هدفونو ته تر رسېدو وړاندې، څلور روسي توغندي په ایران کې لګېدلي.

کارټر لومړی امریکایی چارواکی دی، چې د روسي توغندیو د لوېدو په اړه یې غبرګون ښودلی، خو روسیه بیا دا خبر ردوي او وايي ټول ۲۶ توغول شوي توغندي یې سوریه کې پر هدفونو لګېدلي دي.

کارټر پر روسیې تور پورې کړ، چې ګني په سوریه کې “نیمګړي عملیات” کوي، چې په دې کار سره “سوریه کې کورنۍ جګړه او سخت دریځي ډېریږي”.

دغه توغندي له کسپین سمندر نه د ۱۵۰۰ کیلومترو په واټن کې توغول شوي و، چې پر عراق او ایران یې لاره وه.

کارټر پر روسیې تور پورې کړ، چې ګني په سوریه کې “نیمګړي عملیات” کوي، چې په دې کار سره “سوریه کې کورنۍ جګړه او سخت دریځي ډېریږي”.

مسکو ټینګار کوي د عملیاتو هدف یې د “اسلامي دولت” ډلې مرکزونه په نښه کول دي، خو دا نه مني چې ګني د بشار الاسد مخالفان په نښه کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل