افغان ځواکونو غزني او کندهار کې د لسګونو وسلوالو وژلو ادعا کړې

افغان ځواکونو غزني او کندهار کې د لسګونو وسلوالو وژلو ادعا کړې

افغان ځواکونو ادعا کړې چې دغې سیمې ته له ګاونډي هېواد پاکستان نه اورپکي راغلي و.

دغزنی سیمه ایز چارواکي وايي، د حکومت وسله والو مخالفینو درې تنه قوماندانان او شپږ تنه د ځان مرګو بریدونو سبمالونکي یې له ځینو بریدګرو سره نیولي دی. د غزنی مرستیال والی محمد علی احمدی وایی:

‘ دامنیتی ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په غزنی ښار او اړوندو سیمو کې نږدې ۲۰ تنه وسله وال مخالفین نیول شوي.’

‘ په نیول شویو کې داسې کسان هم شته چې مخکې له مخکې په غزنی ښارکې ځای پرځای شوی وو، چې د ګډوډۍ په حالت کې پر ښار برید وکړې. له دغو کسانوڅخه دوه موټر چې پکې چاودیدونکي توکي هم بار وو نیول شوي دي.’

بل لور ته د کندهار د پوليسو مشر جنرال عبدالرازق وايي چې د دغه ولايت په ښورابک ولسوالۍ کي يې د هوايې او ځمکني بريدونو پر مهال ۱۰۰ تنه کورني او بهرني وسلوال وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.

نوموړي ویلي، افغان هوايي ځواکونو تېره شپه د ښورابک ولسوالۍ په شاول او سپينه خوله سيمه کي پر وسلوالو هوايي بریدونه کړي دي.

افغان ځواکونو ادعا کړې چې دغې سیمې ته له ګاونډي هېواد پاکستان نه اورپکي راغلي و.

چارواکي وايې چي په وژل شویو کي بهرني وسلوال هم شامل دي.

وسلوالو طالبانو دوه ورځي وړاندې هم پر غورک ولسوالۍ بريدونه کړي وو.

د سيمې څخه عيني شاهدان وايي چې د بريد په سيمه کي لسګونه مړي پراته دي او د افغان ځواکونو چورلکې په سيمه کي په ګزمه بوختې دي.

که څه هم وسلوالو د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي خو دغې ډلې پر خپلې انټرنېټي پاڼه ليکلي چې ۲۱ تنه پوليس یې د وسلو سره يو ځای په غورک ولسوالۍ کي نیولي دي.

وسلوالو طالبانو دوه ورځي وړاندې هم پر غورک ولسوالۍ بريدونه کړي وو.

Author

خروج از نسخه موبایل